ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت په کندهار کې څلور وسله وال نيولي

ملي امنيت په کندهار کې څلور وسله وال نيولي

author avatar
7 Oct 2015 - 18:37
ملي امنيت په کندهار کې څلور وسله وال نيولي
author avatar
7 Oct 2015 - 18:37

اسعداباد- کندهار (پژواک، ١٥ تله ٩٤): په کونړ ولايت اووه وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شول، بلخوا په کندهار کې ملي امنيت د دولت څلور وسله وال مخالفين نيولي دي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د وږي ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت او سولې شورا په هلو ځلو نن اووه تنه د سولې له بهير سره يو ځاى شول.

هغه وايي چې يادو کسانو په نرنګ ولسوالۍ کې د دولت پر ضد فعاليتونه کول.

نوموړي زیاته کړه چې يادو کسانو يو ميل راکټ، درى کلاشينکوفو او درى لس ټکه توپ هم حکومت ته سپارلي دي.

د کونړ والي وویل: ((موږ به هڅه وکړو چې دوی ته یو مناسب کار پیدا کړو.))

د يادې اووه کسيزې ډلې قوماندان ضیاءالحق پژواک ته وويل: ((موږ اوس پوه شو چې طالبان د پردیو په لمسون خپل وروڼه وژني او نور ورانکاري عملونه ترسره کوي نو ځکه موږ له خپل دولت سره يو ځاى شوو.))

ده زياته کړه که چانس ورته برابر شي نو د ملي ځواکونو په ليکو کې به د وسله والو طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي.

په تېرو څو کلونو کې په کونړ ولايت کې ٤٢٦ کسان د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت موظفينو په کندهار کې د دولت څلور وسله وال مخالفين نيولي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر له لوري  پژواک ته په راغلې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان رحمت الله، محب الله، محمد سليم او جاوېد احمد نومېږي چې د کندهار ولايت اوسېدونکي دي.

په اعلاميه کې راغلي: ((يادو ٤ تنو ترهګرو د کندهار په بېلابېلو ساحو کي ترهګريز او انفجاري فعاليتونه کول چې د ملي امنيت د منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول شول.))

سرچينه زياتوي چې دغو کسانو پر خپلو کړنو اعتراف هم کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.