کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٤): ولسي جرګې د لوړ پوړو دولتي چارواکو (د حکومت اجرايي مشر او مرستيالان يې، مرستيالان، عمومي رييسان، واليان، د ولايتي شورا استازي او له رتبې بهر بست کار کوونکي) د تنخوا د تنظيم قانون طرحه تصويب کړه.
دا طرحه په دوو څپرکو او اتو مادو کې د دې جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون د مرستيال صادقي زاده نيلي له خوا عمومي ناستې ته وړاندې شوه. نيلي وويل چې دا طرحه د روان کال په غويي مياشت کې جرګې ته د تصويب په موخه وړاندې شوې وه.
هغه زياته کړه چې د عدليې او ماليې وزارتونو، د جمهورري رياست چارو ادارې او په دې جرګه کې د خلکو د استازو د دايمي کمېسيونونو له استازو سره د مالي او بوديجې کمېسيون په ناسته کې يوه ماده او د دې طرحې څو برخې زياتې شوې دي.
نوموړي وويل چې ياده طرحه هېڅ کوم اختلافي مورد نه لري او رايې ورکولو ته چمتو ده.
د مالي او بودجې کمېسيون غړي عظيم محسني وويل چې د يادو چارواکو تنخواوې د ملکي خدمتونو د بست د تر ټولو لوړو تنخواوو په توګه ٣٢٥٠٠ افغانۍ ده چې له ضريب سره سم محاسبه او ټاکل کېږي.
هغه وويل چې د حکومت د اجرايي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د تنخوا ضريب ٨،٥ او د مرستيالانو يې ٦،٢ په پام کې نيول شوى دى.
په دې ترتيب سره د اجرايي مشر مياشتنۍ تنخوا ٢٧٦٢٥ افغانۍ او د مرستيالانو يې ٢٠١٥٠٠ افغانۍ کېږي.
د لوړپوړو دولتي چارواکو د تنخواوو تنظيم قانون کې چې پخوا تصويب او توشېح شوى، راغلى چې د ولسمشر مياشتينۍ تنخوا د ملکي خدمتونو د مامور د بست تر ټولو لوړه تنخوا ده چې د ١٥ ضريب او د مرستيالانوي يې ٨،٥ ضريب سره محاسبه او ټاکل کېږي.
محسني وويل چې د لوړپوړو دولتي چارواکو د تنخواوو قانون له نوې طرحې ((د دولتي چارواکو د تنخواو تنظيم)) طرحې څخه جلا دى.
محسني د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې د نوې طرحې له مخې د واليانو، مرستيالانو، عمومي رييسانو، له رتبې بهر کارکوونکو او ولايتي شورا د غړو د تنخوا لپاره له ٢ تر پنځو پورې ضريب په پام کې نيول شوى.
ولسي جرګې دا طرحه د رايو په اکثريت سره تصويب کړه چې د مشرانو جرګې د تاييد لپاره به واستول شي.
د ماليې وزارت وياند اجمل عبدالرحيمزي وويل چې په دې طرحه کې د شاملو کسانو تنخوا تر اوسه د اړوندو ادارو له کړنلارې سره سم ورکول کېږي. هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن