جلال اباد (پژواک، ۱۵ تله ۹۴): د ننګرهار په ولايت د بېلابېلو مدني ټولنو او ځوانانو چارو امريت له لوري د کندوز او د شينوارو له جګړو ځپلو کورنيو سره د مرستو ټولولو لړۍ پيل شوه.
د کندوز پر مرکز د وسله والو طالبانو د وروستيو بريدونو او د ننګرهار په شينوارو ولسواليو کې له داعش سره د نښتو له امله زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې او ډېرو ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په جلا اباد ښار کې د تلې په ۱۵مه د يو شمېر مدني ټولنو او جمعيت اصلاح له لوري په بېلابېلو سيمو کې د مرستو ټولولو کمپونه جوړ شول، څو د ښاريانو مرستې راټولې او اړمنو ته يې ورسوي.
د يادې ټولنې د ختيځ زون مرستيال حاجي عبدالرحيم صراف پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښار په بېلابېلو سيمو کې يې د يوې اوونۍ لپاره د مرستو ټولولو کمپونه ولګول.
هغه زياته کړه: ((د کندوز او شينوارو په جګړو کې ملکي خلکو ته زيانونه اوښتي، موږ ورسره په غم کې شريک يو چې ملت مو په غم کې وي بايد رسېده ګي ورته وکړو.))
د نوموړي په وينا: ((يو شمېر محدود کسان دي چې قومي مسايلو ته لمن وهي، موږ يو ملت يو او بايد د سختۍ پر مهال له يو بل سره مرسته وکړو. زموږ د مرستو لړۍ د ختيځ زون په ټولو ولايتونو کې پيل شوې ده.))
بلخوا د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي پژواک اژانس ته وويل چې د شينوارو او کندوز د جګړو ځپلو لپاره يې له مدني تولنو سره په ګډه د مرستو راټولولو لړۍ پيل کړې ده.
احمدزي وويل: ((موږ به په دريو ورځو کې د ښاريانو او ځايي خلکو مرستې راټولې کړو او بيا په يې له اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ پر اړمنو کسانو وويشو.))
هغه د ننګرهار ولايت پر پانګوالو او ملي سوداګرو غږ وکړ چې د اړمنو د لاسنيوي لپاره ورسره مرسته وکړي.
د مثبت بدلون مشر عبدالبصير سباوون پژواک اژانس ته وويل چې د دوی ټولنه هم په دې چاره کې ونډه لري او هيله کوي چې خلک به ورسره مرسته وکړي.
نوموړي پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د جګړو پر مهال د ملکي وکړو ژوند ته پاملرنه وکړي او نه بايد هغو ته زيانونه ورسوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن