ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د کندوز حالت د څېړنې لپاره فوق العاده پلاوى وټاکه

ولسمشر د کندوز حالت د څېړنې لپاره فوق العاده پلاوى وټاکه

author avatar
8 Oct 2015 - 19:15
ولسمشر د کندوز حالت د څېړنې لپاره فوق العاده پلاوى وټاکه
author avatar
8 Oct 2015 - 19:15

کابل (پژواک، ١۶ تله ٩۴): ولسمشر د کندوز ولايت له متنفذينو او مشرانو سره په کتنه کې ويلي، د دې ولايت د وضعيت څېړلو په موخه يې د حقيقت موندنې يو پلاوى ګومارلى دى.

د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ته هم رارسېدلې، ويل شوي چې دغه کتنه نن په ارګ کې ترسره شوه.

ولسمشر غني ويلي: "دغه فوق العاده پلاوی به چې په ترکیب کې یې د ملي امنیت پخوانی ريیس امرالله صالح، د پوهنې پخوانی وزیر غلام فاروق وردګ، فضل کریم ایماق، محمدایوب رفیقي او ابدال الله محمدي شامل دي،  په بشپړه ازادي د کندز ولایت د وروستۍ پېښې ټول اړخونه په واضح او بې طرفانه توګه وڅېړي."

ده زياته کړې، یاد پلاوی به د خپلو تجربو په رڼا کې، خلکو او دولت ته واضح او هر اړخیز راپور وړاندې کړي، چې په کندوز کې څه پېښ شول، څه ډول اصلاحات راشي او له دې تجربې څخه په راتلونکي کې څنګه ګټه واخیستل شي.

د هغه په وينا، ټولو مقاماتو او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې له یاد پلاوي سره پوره همکاري وکړي.

نوموړى ډاډ ورکړى، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات به د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې تر هغو دوام وکړي، ترڅو چې هغه ولایتونه له ترهګرو ډلو څخه پاک شي.

دى وايي، په ملي شورا او ولایتي شوراګانو کې د خلکو استازي باید د ولسي انسجام او د مثبت او واقعبینانه فضا په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي.

ولسمشر د کندوز ولایت د بې ځایه شویو په هکله وویل، دولت تصمیم لري چې خپلو سیمو ته د دوی د بېرته ستنېدو لپاره ټول شرایط برابر کړي او د اساسي خدماتو لکه اوبو، برېښنا او سرکونو د برابرولو لپاره به یو بل پلاوی هم واستوي.

اشرف غني دې ته په اشارې، چې ملي پولیس په سپکه وسله تجهیز شوي دي، وویل، راتلونکې اونۍ د ملي پولیسو د تجهیز طرز له وکیلانو او د هېواد له ټولو مشرانو سره په ګډه سلا بدلوي.

هغه د هېواد او په ځانګړي ډول د کندوز له مشرانو څخه وغوښتل، چې د هېواد د ملي پولیسو او ملي اردو د لیکو په جلب او جذب کې همکاري وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې دولت د نویو امنیتي ځواکونو د منسوبینو لپاره ټول لازم امکانات په واک کې لري.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي هم خبرې وکړې او ويې ویل، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات دې پر کندوز ښار سربېره په ټول ولایت کې ترسره شي.

نوموړي له دولت  څخه د بې ځایه شویو د ستونزو د هوارولو په موخه د برنامو له امله مننه وکړه او ويې ویل، دولت باید د کندوز د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره زیات اقدامات وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.