ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د هېواد امنيتي او ملکي چارې و ارزولې

ولسمشر غني د هېواد امنيتي او ملکي چارې و ارزولې

author avatar
8 Oct 2015 - 17:09
ولسمشر غني د هېواد امنيتي او ملکي چارې و ارزولې
author avatar
8 Oct 2015 - 17:09

کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٤): ولسمشر محمداشرف غني د يو شمېر ولايتونو د امنيتي وضعيت په هکله د اپراتيفي ګروپونو له قوماندانانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او وروستي حالات يې و ارزول.

له ارګه  د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر نن سهار د ارګ د توحيد له ملي مرکز څخه د کندوز، بدخشان، بغلان، تخار او فارياب ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه ويډيو کنفرانس وکړ.

سرچينې زياته کړې، په دغه ويډيو کنفرانس کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان د خپل زون د اوو ولايتونو د امنيتي وضعيت په هکله ولسمشر ته خپل راپور وړاندې کړ.

دغه راز ورپسې د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپيسا، پنجشېر او پروان ولايتونو واليانو د خپلو اړوندو ولايتونو د امنيتي وضعيت، ملکي چارو، ستونزو او ګواښونو په اړه راپورونه وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د راپورونو او وړانديزونو له اورېدلو وروسته د ستونزو د حل په موخه اړوندو مسوولينو ته لارښوونې وکړې او زياته يې کړه چې د ځينو امنيتي مسايلو په هکله دې د ملي امنيت شورا بحث وکړي.

سرچينې زياته کړې: ((ولسمشر د شهيدانو د کورنيو د پالنې او د ټپيانو د درملنې په موخه د هېواد د امنيتي او دفاعي بنسټونو مسوولينو او قوماندانانو ته لارښوونه وکړه چې د وروستيو پېښو او عملياتو د ټولو شهيدانو او ټپيانو دقيق لېست ترتيب او ولسمشرۍ ماڼۍ ته دې وسپاري.))

ولسمشر غني د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو وړتياوې او سرښندنې وستايلې او ټينګار يې وکړ چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو هغه افسران او منسوبين چې له دښمن سره د مبارزې او د هېواد د دفاع په لاره کې يې خپله زړورتيا او شهامت ښودلی دی، هغوی دې تقدير شي.

نوموړي همدارنګه د بې ځايه شوو کورنيو په هکله سکتوري وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو امکاناتو مطابق له هغوی سره مرستې وکړي او نړيوالې مرستندويه ادارې  دې هم له هغوی سره مرستې کولو ته وهڅوي.

 

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.