کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٤): ولسمشر محمداشرف غني د يو شمېر ولايتونو د امنيتي وضعيت په هکله د اپراتيفي ګروپونو له قوماندانانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او وروستي حالات يې و ارزول.
له ارګه د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر نن سهار د ارګ د توحيد له ملي مرکز څخه د کندوز، بدخشان، بغلان، تخار او فارياب ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه ويډيو کنفرانس وکړ.
سرچينې زياته کړې، په دغه ويډيو کنفرانس کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان د خپل زون د اوو ولايتونو د امنيتي وضعيت په هکله ولسمشر ته خپل راپور وړاندې کړ.
دغه راز ورپسې د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپيسا، پنجشېر او پروان ولايتونو واليانو د خپلو اړوندو ولايتونو د امنيتي وضعيت، ملکي چارو، ستونزو او ګواښونو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د راپورونو او وړانديزونو له اورېدلو وروسته د ستونزو د حل په موخه اړوندو مسوولينو ته لارښوونې وکړې او زياته يې کړه چې د ځينو امنيتي مسايلو په هکله دې د ملي امنيت شورا بحث وکړي.
سرچينې زياته کړې: ((ولسمشر د شهيدانو د کورنيو د پالنې او د ټپيانو د درملنې په موخه د هېواد د امنيتي او دفاعي بنسټونو مسوولينو او قوماندانانو ته لارښوونه وکړه چې د وروستيو پېښو او عملياتو د ټولو شهيدانو او ټپيانو دقيق لېست ترتيب او ولسمشرۍ ماڼۍ ته دې وسپاري.))
ولسمشر غني د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو وړتياوې او سرښندنې وستايلې او ټينګار يې وکړ چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو هغه افسران او منسوبين چې له دښمن سره د مبارزې او د هېواد د دفاع په لاره کې يې خپله زړورتيا او شهامت ښودلی دی، هغوی دې تقدير شي.
نوموړي همدارنګه د بې ځايه شوو کورنيو په هکله سکتوري وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو امکاناتو مطابق له هغوی سره مرستې وکړي او نړيوالې مرستندويه ادارې دې هم له هغوی سره مرستې کولو ته وهڅوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن