تالقان (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د تخار والي وايي، که د کندوز له بې ځايه شوو زرګونو کورنيو سره اړينې مرستې ونه شي، بشري ناروين به رامنځته شي.
له کندوزه تخار ولايت ته شاوخوا اووه زره کورنۍ ګډوالې شوې چې د خوراک او سرپناه په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کندوز پر مرکز د وسله والو طالبانو د وروستيو بريدونو له امله زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې او ډېرو ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د تخار سرپرست والي عبداللطیف ابراهیمي د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کندوزه دغه ولايت ته ٧ زره کورنۍ ګډوالې شوې دي.
ده وويل چې د يادو کورنيو شمېر به تر دې هم ډېر وي خو له دوى سره يواځې ٧ زره کورنۍ راجستر شوې دي او دغه شمېره هره ورځ مخ په ډېرېدو ده.
هغه وويل: ((که له کډوالو سره اړينې مرستې ونه شي، انساني غميزه به رامنځته شي.))
ابراهیمي وايي چې د دوی مرستندويې ډلې د ورځې او شپې له مخې په ښار او کوڅو کې ګرځي را ګرځي تر څو کډوال پيدا او په خوندي ساحو کې يې ځاى پر ځاى کړي.
ابراهيمي سره له دې چې وايي، د حکومتي ارګانونو له لوري درى وخته کډوالو کورنيو ته پاخه خواړه ورکول کېږي خو زياتوي چې دغه مرستې ورته بسنه نه کوي.
يو شمېر ګډوال بيا وايي چې د خوراکي توکو او سرپناه په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دغو ګډوالو له ډلې نورالحق پژواک ته وويل چې د ترافيکو مديريت او پوليسو خلکو ته خېمې ورکړې، خو ځينو ته بيا خېمې هم نه دې رسېدلې او په ازاده فضا کې ژوند کوي.
ده زياته کړه: ((په وچ ډاګ کې یې کېنولي یو، نه اوبه شته، نه ډوډۍ او نه هم خېمې او نور څه، تر پښو لاندې مو یوه لوېشت خاوره ده، د شپې مو ساړه کېږي او د ورځې مو ګرمي، په دغه کمپ کې لازمې اسانتياوې نشته.))
د نورالحق په وينا، که پر وخت له خلکو سره اړينې مرستې ونه شي امکان لري ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن