ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د تېلو بيې راټيټې شوې

کابل کې د تېلو بيې راټيټې شوې

author avatar
8 Oct 2015 - 17:19
کابل کې د تېلو بيې راټيټې شوې
author avatar
8 Oct 2015 - 17:19

کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٤): نن کابل کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت يو څه راکم شوى او د تېلو بيې هم راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د کلا فتح الله د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبيدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه لېتر پټرول تېلو بيه له ٤٣ افغانۍ ٤٢ افغانۍ او د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه له ٤٢ افغانۍ، ٤١ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه چې په نړيوالو بازارونو کې د تېلو بيې راټيټې شوې دي.

خو د دغه ښار د کلوله پشته بازار يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٥٥ افغانۍ ده.

د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت يو څه راټيټ شوى دى.

د کابل د شهزاده سراى يوه صراف احمدشاه پژواک ته وويل چې نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٤،٤٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦١٤ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٤،٢٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦١٦ افغانۍ و.

د پژواک خبري اژانس د اقتصادي راپورونو پر بنسټ، د روان کال د وري مياشتې په لومړيو کې يوه امريکايي ډالر ٥٩ افغانۍ ارزښت درلود.

خليل مصدق دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د اړينو لومړنيو خوراکي توکو د بيو لوړېدو په صورت کې به بانک په بازار کې مداخله وکړي او ډېر ډالر به بازار ته وړاندې کړي.

هغه وويل چې دغه بانک د ارزښت لرونکو پاڼو تر څنګ اووه ميليارده امريکايي ډالره زېرمه لري او په بازار کې د نورو اسعارو سربېره د افغانيو حجم کم دى.

خو د تېرې اوونۍ په پرتله د لومړنيو خوراکي توکو بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستاني اوړو عمده پلور بيه ١٣٥٠ افغانۍ، شپاړس لېتره شايسته غوړي ٩٥٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ١٧٠٠ افغانۍ او څلورويشت نيم کيلوګرامه سېله وريژو بيه ١٦٥٠ افغانۍ ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.