ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برمک: د کندوز بېځايه شوو ته به اړينې مرستې ورسېږي

برمک: د کندوز بېځايه شوو ته به اړينې مرستې ورسېږي

author avatar
9 Oct 2015 - 15:32
برمک: د کندوز بېځايه شوو ته به اړينې مرستې ورسېږي
author avatar
9 Oct 2015 - 15:32

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۹۴): د اجرائيه رياست په مشرۍ له بېړنيو پېښو سره د مبارزې ادارې د کندوز بېځايه شوو ته د لومړنيو اړينو مرستو د رسولو تر څنګ پرېکړه شوې چې د سره صليب له نړيوالې کمېټې سره تر تفاهم وروسته دې له ښاره د وژلو شوو کسانو مړي راټول شي.

له بېړينو حالاتو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزير او د بېړينو پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې مشر ويس احمد برمک نن په کابل کې خبريالانو ته وويل: "د کندوز له بېځايه شوو کورنيو سره چې تر اوسه کومې مرستې د کورنيو او نړيوالو ادارو له خوا شوې، په منظم ډول نه دې رسېدلې او اوس هم په ډېرو ځايونو کې بېځايه شوي بېړنيو اړينو مرستو ته اړتيا لري."

وسله والو طالبانو د تلې مياشتې په شپږمه نېټه کندوز ښار ونيو او دولتي ځواکونو د تر يو لړ پوځي عملياتو وروسته د دغه ښار ځينې سيمې بېرته ونيولې، خو لا اوس هم دغه ښار پوځي حالت لري او د ښار په ځينو برخو کې د جګړې راپورونه ورکول کېږي.

برمک وايي چې د دغه ښار ۱۲زره کورنۍ د جګړو له وېرې ګاونډيو ولايتونو لکه تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، بدخشان او ځيني يې د پروان، کاپيسا او کابل ولايتونو ته ګډې شوې دي.

هغه زياته کړه، د اجرائيه رياست مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د کندوز د بېځايه شوو کورنيو ستونزو ته په پام له بېړنيو پېښو سره د مبارزې ادارې له چارواکو سره فوق العاده ناسته ترسره کړه او پرېکړه وشو چې د دغه ولايت له بېځايه شوو سره دې مرستې عادلانه ترسره شي.

دی وايي: "په دې فوق العاده ناسته کې پرېکړه وشو چې د کندوز بېځايه شوو ټولو کورنيو ته په ډېر دقت سره اړينې لومړنۍ مرستې ورسول شي او د سره صليب له نړيوالې کمېټې (ICRC) سره تر تفاهم وروسته له ښاره د وژل شوو جسدونه راټول کړي."

د ده په وينا، د کندوز په ښار کې تر ۱۲ ورځنيو جګړو وروسته اوس هم د ښار په ځينو ځايونو د وژل شوو کسانو مړي ليدل کېږي.

برمک زياتوي، په دې ناسته کې دا پرېکړه هم وشوه چې د کندوز په ښار کې تر نسبي امنيت وروسته دې د دغه ښار د اوښتو زيانونو په اړه هر اړخېزې څېړنې وشي او له زيانمنو سره دې اړينې مرستې وشي.

دی وايي: "په دې ناسته کې دا پرېکړه هم وشو چې په ښار کې د امنيت تر ټينګښت وروسته د بيارغونې او دولتې ادارو د چارو د پيلېدو په اړه دې هم دغه اداره تر خپلو څېړنو وروسته خپلې مرستې پيل کړي."

ډاکتر عبدالله عبدالله د غونډې په پيل کې له کورنيو او بهرنيو مرسته کوونکو ادارو غوښتنه وکړه چې د کندوز له بېځايه شوو سره خپلې مرستې په ډېر دقت سره پيل او دوام ورکړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.