کابل (پژواک، ۱۷ تله ۹۴): د امریکا د دفاع وزیر وایي چې د ناټو ځیني غړي هېوادونه غواړي چې د افغانستان په اړه خپلو پلانونو ته بدلون ورکړي.
د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارتر دغه څرګندونې پرون ناوخته د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د یوې ورځنۍ غونډې په پای کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه چې په دې غونډه کې د دفاع وزیرانو د ناټو او سوریې اړوند موضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې وکړې او د دغه هېواد وروستي امنیتي حالات یې و ارزول.
ده وویل چې غړو هېوادونو په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر، مهالوېش او تر ۲۰۱۶ کال وروست د افغان ملي ځواکونو د مالي ملاتړ په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
د امریکا دفاع وزیر وایي: ((د غونډې ټول ګډونوال پر دې متفق وو چې د افغان ملي دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ ته چې اوس د ټول امنیت مسوولیت هم پر غاړه لري، ادامه ورکړي.
کارټر وویل چې د غونډې ګډونوالو په ۲۰۱۶ کال او له هغه وروسته په افغانستان کې د سرتېرو د پرېښودو یا مهالوېش په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې اړه پرېکړه به حالاتو ته په کتلو سره کېږي.
د هغه په وینا، د ناټو له ټولو غړو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان په اړه په خپلو پلانونو کې د بدلون لپاره تیار اوسي؛ ځکه چې اوس له دغو پلانونو دوه کاله اوښتي او باید له سره پرې غور وشي.
د امریکا دفاع وزیر وویل چې په افغانستان کې تر ۲۰۱۶ کال وروسته د سرتېرو د پاتې کېدو په اړه دامریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو ارزونې پیل کړې او تر ارزونې وروسته به وروستۍ پرېکړه کېږي.
ده زیاته کړه، د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو په دې غونډه کې اشاره وکړه چې غواړي د افغانستان په اړه په خپلو پلانونو کې بدلون راولي.
کارټر وویل چې د افغانستان په اړه امریکا دغه کارونه کول غواړي لومړی د ولسمشر بارک اوباما پرېکړه چې په مارچ میاشت کې یې وکړه چې په افغانستان کې به د روان کال تر پایه ۹۸۰۰ سرتېري پرېږدي، دویم دا چې د ۲۰۱۶ کال او له هغه وروسته لپاره پلان جوړ کړي، خو پلان حالاتو ته په کتلو سره جوړېږي.
د هغه په وینا، دریمه دا چې دی هغه مهال ډېر خوښیږي چې د ناټو له ټولو غړو هېوادونو څخه لخ افغانستان سره د اوږودمهاله همکاریو ژمنې اوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن