ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د ګرمسېر يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د هلمند د ګرمسېر يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

author avatar
9 Oct 2015 - 12:30
د هلمند د ګرمسېر يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
author avatar
9 Oct 2015 - 12:30

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ تله ۹۴) د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ولایت د پوهنې ريیس عبدالمتین جعفر د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ ۱۲ درسي او څلور اداري خونې، د احاطې دېوال او ټول ملحقات لري چې د تېر یوه کال په موده کې په اساسي توګه جوړه شوې ده.

د ده په وینا چې د ښوونځي ياده ودانۍ د ګرمسېر په کوچني دروېشان سیمه کې جوړه شوې چې په يو ځل د اوو سوو زده کوونکو ځايولو وړتيا لري او د سپډ پروګرام له خوا د ١٢ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوه.

نوموړي وويل، اوس مهال ګرمسېر ۳۹ ښوونځي لري چې ټول فعال دي، ۱۶ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي چې له دې ډلې زر نجونې دي.

دغه راز هغه وايي چې له ياد شمېر ښوونځيو ۲۶ يې ودانۍ لري او نور په جوماتو نو يا هم شخصي ځایونو کې فعال دي.

د هلمند والي میرزاخان رحیمي وايي چې د دوى تر ټولو ډېر پام د پوهنې برخې ته دى.

هغه پژواک ته وويل چې همدا اوس هم د ښوونځیو ودانیو پروژې دوام لري او په هڅه کې دي هغه شوونځي هم فعال کړي چې د بېلابېلو لاملونو له امله تړل شوي دي.

رحيمي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي او له خپلو ښوونځيو ساتنه وکړي او څوک پرې نه ږدې چې د ښوونيز بهير مخه ونيسي.

په همدې حال مې د ګرمسېر ولسوال ابوعمر عمري وویل، په ګرمسېر کې تړلي ښوونځي نه لري، ټول ښوونځی پرانیستي دي خو ستونزه د ځینو ښوونځيو د ودانيو نه شتون دی.

د ده په وینا چې په یو شمېر سیمو کې يې د سواد زده کړو کورسونه او نورو روزنيز پروګرامونه هم تر لاس لاندې دي.

په همدې حال کې د کوچني دروېشان ښوونځي د اووم ټولکي يوه زده کوونکي عزت الله پژواک ته وويل چې له دې مخکې يې تر خېمو لاندې درسونه ويل چې له ډېرو ستونزو سره به مخ وو.

هغه ښوونځي ته د ودانۍ پر جوړېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل چې په دغه ښوونځي کې ۴۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي او نور هم نوي زده کوونکي په کې شاملېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.