ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې په هوايي او نورو بريدونو کې وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوګر کې په هوايي او نورو بريدونو کې وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
9 Oct 2015 - 16:36
لوګر کې په هوايي او نورو بريدونو کې وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
9 Oct 2015 - 16:36

پل علم (پژواک، ۱۷ تله ۹۴): د لوګر ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۵۰ وسله والو مخالفين، د ملي اردو دوه سرتېري او درى ملکي کسان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند محمدسليم صالح نن پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا ۸ بجې يو شمېر وسله والو طالبانو چې غوښتل يې د دغه ولايت د خروار ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړي د امنيتي ځواکونو له ځوابي بريد سره مخ شول چې په پايله کې ۴۵ وسله وال مخالفين ووژل شول.

دی زياتوي، په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان حميدالله هم وژل شوى دى.

د ده په وينا، دا مهال په سيمه کې جګړه درېدلې خو امنيتي ځواکونو په سيمه ۳۰ وسله وال مخالفين کلابند کړي دي.

سليم وايي چې په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزی پېښه تاييدوي او وايي چې د دغه بريد په پايله کې ۴۵  وسله وال طالبان او د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.

ستانکزی زياتوي، د دې تر څنګ نن د مرکز اړوند د بابوس او برکي برک هم د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په پايله کې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، نن د برکي برک د رستم خېلو په سيمه کې د هوايي بريد په پايله کې درى ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د لوګر د پوهنې د رياست وياند شاپور عرب وايي چې په وژل شوو کې د کتب خېلو کلي د اولياء  لېسې مدير او د هغه زوی هم شامل دي.

د دې سيمې اوسېدونکی عبدالله وايي چې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې په دې کلي ختم روان و او د بهرنيو ځواکونو الوتکې د توغندي په توغولو سره چې د دغه کس پر کور لګېدلى ياده پېښه رامنځته شوه.

خو وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.