ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې چاودنې دريو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل ښار کې چاودنې دريو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
9 Oct 2015 - 16:40
کابل ښار کې چاودنې دريو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
9 Oct 2015 - 16:40

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۹۴): د کابل د امنيې قومانداني وايي، د کابل ښار د لومړنۍ امنيتې حوزې د چنداول په سيمه کې د دوو مقناطيسي ماينونو د چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او درى نور ټپيان دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال مل پاسوال ګل اقا روحاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د لومړۍ امنيتې حوزې اړوند د چنداول تکيه خانې ته څېرمه دوه مقناطيسي ماينونه ځای پر ځای شوي وو.

دی زياتوي: "وسله والو مخالفين غواړي چې د خلکو تر منځ وېره رامنځته کړي، داسې ويل کېدل چې سيمې ته ځانمرګي ننوتي خو موږ ټوله ساحه وپلټله يواځې همدا دوه ماينونه وو او بس."

د ده په وينا، دغو ماينونو په داسې حال کې چاودنه کړې چې لمونځ کوونکي له تکيه خانې د وتو په حال کې وو.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستې.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.