کندوز (پژواک، ١٨ تله ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو کندوز ښار کې يوڅه پرمختګ کړى دى او تر يو بريده يې د بې ځايه شوو د بېرته راستنېدو لار هواره کړې ده.
د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو له تېرې ورځې راهيسې د سه درک او خاکني سيمې له طالبانو څخه نيولي دي او مخ پر وړاندې روان دي.
هغه ادعا وکړه چې د کندوز ښار له سقوط څخه تر اوسه نږدې ٦٠٠ د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او په همدې شمېر نور ټپيان شوي دي.
دانشي زياته کړه چې عمليات لا هم روان دي او ډېر ژر به د بې ځايه شوو کورنيو لپاره د راستنيدو موکه برابره شي.
طالبانو د تلې مياشتې شپږمه د کندوز ښار ونيو او دولتي ځواکونو درې ورځې وروسته د دغه ښار ډېرى سيمې بېرته له طالبانو څخه ونيولې؛ خو طالبان اوس هم يو شمېر سيمې په ولکه کې لري.
د کندوز له پېښې څخه چې کابو دوه اوونۍ تېرېږي، د ملکي مرګ ژوبلې تر څنګ، ١٢ زره کورنۍ نورو ولايتونو او کابل ښار ته بى ځايه شوې.
په ورته وخت کې د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيدسرور حسيني وويل چې د دريمې امنيتي حوزې سيمې او زيردوره سيمه چې دولتي ودانۍ په کې شتون لري، نن د ګډو امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي او دا مهال د خان اباد بندر په لور پرمختګ کوي.
حسيني کندوز ښار کې د ٤٠ امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې خبره کوي او زياته وي، کومې سيمې چې د دولت په ولکه کې دي، خلک په ازاده توګه تګ راتګ کولى شي او هغه سيمې چې د طالبانو په لاس کې دي خلک له خپلو کورونو څخه راوتلى نه شي.
د کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي وويل چې دولتي ځواکونو نن د ښار دريمه حوزه او د قهوه خانې سيمه له طالبانو څخه ونيولي او دا مهال نښته د خان اباد بندر په سيمه کې روانه ده.
نوموړي وويل چې د تېرې شپې نښته کې د تېلو دوه پمپونه سوځېدلي؛ خو عام وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
خو د سه درک سيمې اوسېدونکي عبدالشکور وويل چې دا سيمه نيمه ورځ د طالبانو او نيمه ورځ هم د دولتي ځواکونو په ولکه کې وي او همداراز څرګندېږي چې دولت د ښار چاڼ کولو نيت نه لري او يوازې موخه يې د ملکي کسانو بربادي او قرباني ده.
نوموړي وويل چې دې سيمه کې نن خلک تګ راتګ کوي او بايد دولت د ټول کندوز ښار امنيت ټينګ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن