ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې ١٣ وسله وال وژل شوي

بادغيس کې ١٣ وسله وال وژل شوي

author avatar
10 Oct 2015 - 11:39
بادغيس کې ١٣ وسله وال وژل شوي
author avatar
10 Oct 2015 - 11:39

قلعه نو (پژواک، ١٨ تله ٩٤): د بادغيس چارواکي وايي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او درى نور ټپيان دي، خو طالبان بيا هلته د ځينو سيمو د نيولو ادعا کوي.

په بادغيس کې د درېيمې لوا د ګارنيزيون قوماندان ډګروال شېرعلي دربندي وايي، راپور يې ترلاسه کړى و چې د دغه ولايت د ابکمري ولسوالۍ له لوري د ولايت پر مرکز بريد ترسره کېږي.

هغه وويل چې له همدې امله تېره شپه امنيتي ځواکونو د ابکمري په "دهنه کنه غل" سيمه کې عمليات پيل کړل او هلته د دغو ځواکونو په کمين کې ٧ وسله وال طالبان ووژل او درى نور ټپيان شول.

ده چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې يې له پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې وويل چې اوس هم په ياده سيمه کې چاڼيز عمليات روان دي.

دغه راز د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ کې د دولت پلوه سيمه ييزو وسله والو قوماندان صالح محمد وويل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په "سنجدک" سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې په پايله کې يې درى وسله وال طالبان ووژل شول.

د بل خبر له مخې، د مقر ولسوال زرين وايي چې تېره شپه طالبانو د دې ولسوالۍ په "دوابي" سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو هم بريدونه وکړل چې په پايله کې يې درى وسله وال بريدکوونکي ووژل شول.

يادې سرچينې وايي چې په دې نښتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادو سيمو له خلکو سره مو اړيکه ټينګه نه شوه او وسله والو طالبانو هم  د مقر ولسوالۍ په اړه د يادو څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي.

خو طالبانو ويلي چې تېره ورځ له غرمې وروسته يې د ابکمري د نرو، چاى سنګي، درګوش، بند، پشتي هاوار، بالاخانه، اشلاغ چاها په سيمو کې پر دولتي ځواکونو بريدونه کړي دي.

هغوى ادعا کوي چې دغه سيمې يې نيولې او هلته د نښتو پر مهال دوى ته زيان نه دى رسېدلى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.