ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حکومت او سياسي او جهادي څېرو ګډه کمېټه به ډېر ژر کار پيل کړي

د حکومت او سياسي او جهادي څېرو ګډه کمېټه به ډېر ژر کار پيل کړي

author avatar
10 Oct 2015 - 19:59
د حکومت او سياسي او جهادي څېرو ګډه کمېټه به ډېر ژر کار پيل کړي
author avatar
10 Oct 2015 - 19:59

کابل (پژواک ١٨ تله ٩٤): له نظام څخه د دفاع او د روانو ستونزو د حل لارې د څېړنې په موخه، ټاکل شوې چې د حکومت، جهادي او سياسي څېرو ګډه کمېټه په کار پيل وکړي.

هېواد کې د ناامنيو له پراخېدو وروسته د هېواد سياسي او جهادي شخصيتونو ډېرې ناستې ترسره کړې او په هېواد کې د روانو ستونزو د حل لارې د څېړنې په موخه يې بحثونه او خبرې کړې دي.

د يادو غونډو په دوام سره، پرون په پغمان کې د عبدرب الرسول سياف په دفتر کې د جهادي څېرو له لوري غونډه تر سره شوه او د يادې موضوع په اړه يې خبرې اترې وکړې.

په دغې ناسته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستيال يونس قانوني، د اوبو او انرژۍ او ملي دفاع وزيرانو محمداسماعيل او بسم الله محمدي، د چارو ادارې پخواني رييس صادق مدبر، د افغان ملت افتخاري مشر انوارالحق احدي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار او يو شمېر نورو څېرو ګډون درلود.

يادو سياسي او جهادي څېرو ته يوې نږدې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل: "د ناستو عمومي موخه دا ده، څو له نظام څخه دفاع او له سقوط يې مخنيوى وشي، ځکه اوسنى نظام ډېر زيان ليدلى او د بحران د ډېرېدو مخه بايد ونيول شي."

سرچينې زياته کړه، ټاکل شوې نن د حکومت او سياسي او جهادي څېرو تر منځ يوه ګډه کمېټه خپل کار پيل کړي او د يادې کمېټې اساسي موخه به په هېواد کې د روانو ستونزو لپاره د حل لارو څېړنه وي."

سرچنې په داسې حال کې چې د يادې کمېټې په اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل، زياته کړه چې په دغه کمېټه کې محمد يونس قانوني او انوارالحق احدي د جهادي مشرانو په استازيتوب ټاکل شوي، خو د حکومت استازي تر اوسه پورې نه دي څرګند.

د سرچينې په وينا، ټاکل شوې د دغې کمېټې نور جزئيات ډېر ژر د استاد سياف له لوري د رسنيو په واک کې ورکړل شي.

خو د ولسمشر مرستيال وياند سيدظفر هاشمي وايي، تر اوسه پورې د حکومت او جهادي مشرانو تر منځ کومه کمېټه نه ده رامنځ ته شوې.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، ولسمشر له معمول سره سم له سياسيونو او جهادي مشرانو سره د سلا او مشورې ناستې تر سره کوي، چې تېره اونۍ هم ورته غونډه تر سره شوې او جهادي مشرانو او سياسيونو د مهمو ملي مسايلو په اړه خپل نظرونه له ولسمشر سره شريک کړل.

هاشمي زياته کړه، له هغه وروسته چې په دغو موضوعاتو کې ملي اجماع رامنځ ته شي، نو په دې اړه به وروستى تصميم ونيول شي.

له دې وړاندې  استاد سياف د ملي يووالي حکومت ته ګواښ کړى و، چې دولت بايد خلک د پرديو او دښمنانو د دسيسو پر وړاندې منظم کړي او که چېرې دولت دغه کار ونه کړي، نو بيا به دوى خلک تنظيم کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.