کابل (پژواک ١٨ تله ٩٤): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د ټوليزو رسنيو او هم د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کميسيونونو غړي وټاکل شول.
له ياد شوي وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني په مشرۍ د رسنيو د عالي شورا په نننۍ غونډه کې د ټوليزو رسنيو له قانون سره سم د ټوليزو رسنيو د کميسيون غړي د ازادو ټاکنو له لارې وټاکل شول.
سرچينه کاږي، په هغو انتخاباتو کې چې نن د رسنيو د عالي شورا له خوا ترسره شول، د رسنيو اووه فعالان د ټوليزو رسنيو د کميسيون د غړو په توګه وټاکل شول چې خپلواک ساپی، حامد عبيدي، عالم کوهکن، جاوېده احمدي، ډاکتر علي ياور اکبري، ماري نبرد ايين او نادره رضايي په کې شامل دي.
د دغه کميسيون مشر خپلواک ساپی د درېيو کلونو لپاره غوره شوى دى.
سرچينه زياتوي، د ټوليزو رسنيو کميسيون رييس او غړي به د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري تر منظورۍ وروسته په کار پيل وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ټوليزو رسنيو د قانون له مادو سره سم حامد عبيدي، ماري نبرد ايين او نادره رضايي د دوو کلونو لپاره د ټوليزو رسنيو د کميسيون غړيتوب ترلاسه کړ او خپلواک ساپي، عالم کوهکن، جاوېدې احمدي او ډاکټر علي ياور اکبري به د درېيو کلونو لپاره په دغه کمېسيون کي غړيتوب لري.
له بلې خوا د ياد شوي وزارت په يوه بله خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز په ياده غونډه کې د ټوليزو رسنيو د قانون له مادو سره سم د ازادو ټاکنو له لارې د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې د کميسيون غړي وټاکل شول.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په هغو انتخاباتو کې چې د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو څېړلو د کميسيون د نهو غړو د ټاکلو په موخه ترسره شول، د رايو په اکثريت محمد داود توفان، خدا بخش محسني، پوهنوال وحيد غروال، حميرا ثاقب، رحيم جامي، وحيد الدين ارغون، ضياء بوميا، صديق الله توحيدي او برېښنا عالمي يې د غړو په توګه انتخاب کړل.
سرچينه وايي، دغه کمېسيون به ډېر ژر خپله لومړنۍ غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په مشرۍ په کار پيل وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن