ښرنه (پژواک، ١٨ تله ٩٤): د پکتيکا په زېړوک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.
د پکتيکا والي امين الله شارق د وږي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د زېړوک ولسوالۍ بازار ته څېرمه شوې ده.
هغه وايي چې د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي چې په وژل شوو او ټپيانو کې قومي مشران او ځوانان شامل دي.
شارق زياته کړه: ((د افغانستان د خلکو دښمنان له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري نو ځکه تل عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.))
ده وويل چې امنيتي ارګانونو ته يې دنده سپارلې تر څو د يادې پېښې عاملين پيدا کړي.
دغه راز په زېړواک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان جمعه خان هم پژواک ته وويل چې په ياده چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه: ((يو شمېر قومي مشران او ځوانان د کومې ستونزې د حل لپاره ولسوالۍ ته راغلي وو، کله چې بېرته ستنېدل او خپلو موټرو خوا ته تلل نو د ماين چاودنه پرې وشوه.))
هغه وايي چې دغه چاودنه د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه په لس مترۍ کې شوې ده چې له امله يې د ولسوالۍ دوه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.
دغه راز د اورګون روغتون يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته د څلورو کسانو مړي او ٩ ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه وايي چې د ډېرو ټپيانو روغتيايې حالت د اندېښنې وړ دى.
د يادې چاودنې په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن