ښرنه (پژواک، ١٨ تله ٩٤): په پکتيکا ولايت کې د يوې ديني مدرسې د جوړونې چارې پيل شوې چې په جوړېدو سره به يې پاکستان ته د هغو کسانو د تګ مخه ونيول شي چې اوسمهال په هغه هېواد کې ديني زده کړې کوي.
د پکتیکا د پوهنې مشر کوچي ځاځي د تلې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مدرسه د دغه ولايت د سروبي ولسوالۍ په نوي کلا سيمه کې جوړېږي.
هغه وايي چې په ياده مدرسه به ١٨ ميليونه افغانۍ لګښت راشي او مالي لګښت يې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري ورکول کېږي.
د ده په وينا، د دې ديني مدرسې د جوړونې چارې به د يو کال په موده بشپړې شي او په يو وخت کې د شاوخوا زرو زده کوونکو ځايولو وړتيا به ولري.
هغه وايي چې اوسمهال د دې ولسوالۍ يو شمېر ځوانان د ديني زده کړو په موخه ګاونډي هېواد پاکستان ته ورځي خو د دې مدرسې به جوړېدو سره به يې تر ډېره مخه ونيول شي.
دغه راز د پکتيکا د تخنيکي او سکتوري خدمتونو د برخې مشر واصف الله واصفي هم پژواک ته وويل: ((دغه مدرسه د هغو ماشومانو په را ګرځولو کې ستر رول لري چې اوسمهال په پاکستان هېواد کې ديني زده کړې کوي.))
دغه راز د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي عتيق الله پژواک ته وويل: ((موږ ډېر خوشحاله يو چې دلته راته لويه ديني مدرسه جوړېږي.))
هغه وويل چې د سيمې مشران په ګډه په دې مدرسه کې د پرديو د لاسوهنو مخه ونيسي.
دا په داسې حال کې ده چې په وار وار افغان چارواکو ويلي چې د پاکستان په ډېرو ديني مدرسو کې يو شمېر افغانانو او نورو کسانو ته د ديني زده کړو تر څنګ د ترهګريزو فعاليتونو زده کړې هم ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن