ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: پاکستان د جګړې د دوام لپاره له سولې سره د مرستې په نوم وخت تلف کوي

شنونکي: پاکستان د جګړې د دوام لپاره له سولې سره د مرستې په نوم وخت تلف کوي

author avatar
10 Oct 2015 - 16:04
شنونکي: پاکستان د جګړې د دوام لپاره له سولې سره د مرستې په نوم وخت تلف کوي
author avatar
10 Oct 2015 - 16:04

کابل (پژواک، ١٨تله ٩٤): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي، وروسته له هغه چې پاکستان د ترهګرو پر ملاتړ په نړيواله کچه بدنام شو، نو اوس يې د افغان سولې له پروسې سره د همکارۍ په نوم د ځان سپيناوي هڅې پيل کړې دي.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د لومړي ځل لپاره د سولې خبرې اترې د روان لمريز کال د چنګاښ په ۱۶مه د پاکستان په منځګړيتوب، د چين او امريکا تر څارنې لاندې د اسلام باد په مري کې ترسره شوې.

ټاکل شوې وه چې يوه مياشت وروسته د خبرو دويم پړاو هم ترسره شي، خو د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړينې تر اعلان وروسته دا خبرې د طالبانو په غوښتنه وځنډېدې.

تر هغه وروسته په کابل کې پرله پسې ځانمرګي بريدونه وشول چې له امله يې سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته چې په پای کې يې ولسمشر اشرف غني د پاکستان په مرسته د سولې په خبرو کې د نه ګډون نه اعلان وکړ.

خو په دې وروستيو کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ، د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په خپلو څرګندونو کې د افغان سولې پروسه کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.

وړمه ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه چې که کابل او طالبان وغواړي نو دوی تيار دي چې د افغان سولې پروسې په بيا پيلېدو کې مرسته وکړي.

د سياسي چارو کارپوه او مدني فعال خوشحال خليل وايي، دلته دوه خبرې دي، يا په رښتينې توګه پاکستان د افغانستان له اوسني امنيتي حالته ډار شوی دی چې ممکن دا جګړه که دوام وکړي، نو له کنټروله وتلی شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې صورت کې به بيا دا هر څه پر داعش بدلېږي چې د پاکستان له کنټروله وځي؛ ځکه چې د ده په وينا، د داعش د مشروعيت مرکز لکه د طالبانو په څېر د حقاني مدرسه نه ده، بلکې د هغوی د مشروعت سرچينه او مرکز بغداد دی.

ده زياته کړه: ((په دې صورت کې بيا پاکستان هېڅکله دغه نوی حالت نه شي کنټرولولی؛ ځکه پاکستان کې هم د بنسټ پالنې لپاره بالقوه او باالفعل ظرفيت شته.))

خوشحال خليل وايي، دويمه خبره دا کېدای شي چې پاکستان واقعاً هم دا روان جنګ رهبري کوي او په دې منځ کې افغان دولت باندې غږ کوي چې مذاکرو ته چمتو کېږي او که همداسې دوام ورکړو، له دې سره به له يوې خوا نړۍ ته وښيي چې دا دی سولې کې همکاري کوي، خو بله خوا به وخت وژني او جنګ به جاري ساتي.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار هم وايي چې په افغانستان کې د نا امنيو له زياتېدو سره په دې نا امنيو کې د پاکستان لاس درلودو په اړه د افغان حکومت څرګندونې هم ډېرې شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال پر پاکستان ښکاره نيوکې وکړې، دغه راز په نورو نړيوالو غونډو او کنفرانسونو کې هم افغان دولت پر دې وتوانېد چې د پاکستان په اړه خپل دريځ ښکاره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.