کندهار (پژواک، ١٨ تله ٩٤): د کندهار په ميوند، شاوليکوټ، ښوراوک او ريګستان ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو له خوا ځانګړي عمليات شوي چې پر مهال يې ٢٥ وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د تلې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات له هغه وروسته وشول چې وسله والو مخالفينو په بېلابېلو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو وسله وال بريدونه ترسره کړل.
هغه زياته کړه، د ميوند ولسوالۍ په سور بغل سيمه کې له تېرې شپې راهيسې تر نن سهاره عمليات روان وو چې پر مهال يې ١٤ وسله وال مخالفين وژل شوي او د وسله والو يو قوماندان له يوه ميل راکټ انداز سره ژوندى نيول شوى دى.
دى وايي، دغه عمليات له هغه وروسته وشول چې وسله والو مخالفينو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.
د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى او د وسله والو جسدونه د جګړې په سيمه کې پاتې شوي دي.
په ورته وخت کې د کندهار په ښوراوک او ريګستان ولسواليو کې هم د سرحدي ځواکونو له خوا عمليات شوي دي.
درانى وايي، په دغو عملياتو کې ٧ وسله وال وژل شوي، د وسله والو ١٠ پټنځايونه له منځه وړل شوي او دغه راز يوه اندازه ماينونه او چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.
بل خوا د شاوليکوټ ولسوالۍ په کندلانو سيمه کې وسله والو مخالفينو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې د پوليسو له مقاومت سره مخ شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، له وسله والو سره په نښتو کې ٤ وسله وال وژل شوي، خو امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د دغو پېښو په اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تېره ورځ هم په ښورواک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په ګډو ځانګړو عملياتو کې ١٠٠ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان شوي وو.
د امنيتي چاروکو په وينا، وسله والو له تيارې په ګټې اخيستو غوښتل د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې را واوړي او پر امنيتي پوستو پراخ بريدونه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن