ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ١٣٨زره زده کوونکي له زده کړو پاتې دي

د کندوز ١٣٨زره زده کوونکي له زده کړو پاتې دي

author avatar
11 Oct 2015 - 18:34
د کندوز ١٣٨زره زده کوونکي له زده کړو پاتې دي
author avatar
11 Oct 2015 - 18:34

مزار شريف (پژواک، ١٩ تله ٩٤): د  کندوز ولايت پر مرکز د وسله والو طالبانو د بريد له امله د کابو ۱۳۸زره زده کوونکو ښوونيز برخليک نامعلوم دی.

د دغه ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي، د ولايت په مرکز کې ۱۱۹ ښوونځي فعال وو، چې د جګړې له لومړۍ ورځې تر دې دمه د ټولو دروازې تړلې دي.

د کندوز د پوهنې رييس محمد رستم احمدي د تلې په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې که څه هم د وسله والو طالبانو د بريد له امله، د جګړې په لومړۍ او دويمه ورځ ډېری دولتي تاسيسات لوټل شوي او سوځول شوي دي؛ خو د پوهنې رياست ته هېڅ ډول زيان نه دی اوښتی.

خو نوموړي زياته کړه، د پوهنې رياست ښاري مديريت يې لوټل شوى دى.

د هغه په وينا، د ښاري مديريت اسناد او کمپيوټرونه چور کړای شوي، چې د زده کوونکو او د پوهنې رياست ځينې مهم اسناد هم په کې شامل دي.

احمدي وويل، په ټول کندوز ولايت کې ۴۹۷ ښوونځي فعال وو، چې ۴۳۲زره او ۱۸۵ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت وو.

نوموړي زياته کړه، له دې ډلې څخه په کندوز ښار اړوند سيمو کې ۱۱۹ ښوونځيو کې شاوخوا ۱۳۸زره زده کوونکو زده کړې کولې.

د ده په خبره، د جګړې له لومړۍ ورځې د ولايت د مرکز اړوند ټول ښوونځي تړلي او د ۱۳۸زره زده کوونکو ښوونيز برخليک لا هم نامعلوم دی.

د کندوز د پوهنې رييس وويل، ټول ښوونځي د جګړې له امله تړل شوي او ډېری زده کوونکي او ښوونکي د ولايت له مرکز څخه نورو ولايتونو ته بې ځايه شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د دوی د معلوماتو له مخې، د کندوز ښار اوسېدونکي د هېواد تخار، بغلان، بلخ او کابل ولايتونو ته بې ځايه شوي دي، چې زياته برخه ښوونکي او زده کوونکي هم په کې شامل دي.

ډاکټر محمد ياسين له کندوزه ښاره د جګړې له امله مزارشريف ښار ته له خپلې کورنۍ سره له تېرو شپږو ورځو بې ځايه شوی دى.

نوموړي پژواک ته وويل، درې بچيان يې ورسره دي، چې په درېيم او څلورم ټولګيو کې په زده کړو بوخت وو؛ خو اوس ترې د جګړې له امله زده کړې پاتې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.