لاهور (پژواک، ١٩ تله ۹۴) : په پاکستان کې يو شمېر افغان سوداګر او غالۍ اوبدونکي وايي چې د افغان حکومت د نه پاملرنې له امله د دوی په ګوتو اوبدل شوې غالۍ د پاکستان په نوم بهرنيو هېوادونو ته صادريږي.
دغه ستونزه په پېښور او اسلام ابا کې ځينو افغان سوداګرو له پژواک خبري اژانس سره د مرکو پر مهال شريکه کړه او په دې برخه کې يې د افغان حکومت جدي پاملرنه وغوښته .
په پېښور کې د افغان غاليو اتحاديې غړي او سوداګر حاجي خدر چې د جوزجان ولايت اوسېدونکی دی، پژواک اژانس ته وويل چې له دېرشو کلونو راهيسې د پېښور په خيبر بازار کې د افغاني غاليو دوکان لري او په دغه کاروبار بوخت دى .
د نوموړي په وينا، تر سل زره ډېر افغانان په پېښور، اټک پله نوښار، صوابۍ، لاهور او په ځينو نورو ځايونو کې د غاليو پر اوبدلو او جوړولو بوخت دي .
هغه زياته کړه چې دغه غالۍ اوبدونکي افغانان ډېری يې ازبک، ترکمن او هزاره قومونو پورې تړاو لري او له همدې لارې په لسګونو زره افغان کورنۍ دلته په پاکستان کې ترې نفقه برابروي.
حاجي خدر په ډېرې خواشينۍ وويل چې دغه افغاني غالۍ د پاکستان په نوم د نړۍ نورو هېوادونو ته صادريږي .
دى وايي، د دغو غاليو په جوړېدو افغانان خولې تويوي خو د افغانستان د حکومت د نه پاملرنې له امله ګټه او نوم يې پاکستان ترلاسه کوي او د خپل لاسي صنعت په نوم يې د نړۍ نورو هېوادونو ته صادروي .
نوموړي زياته کړه، که څه هم له دوی سره تر اوسه چا په دې برخه کې مرسته نه ده کړې خو د پاکستان حکومت يې هم د کار مزاحمت نه دی کړی.
حاجي خدر وايي: ((دوى زموږ په لاس جوړې شوې قالينې په خپل نوم صادروي چې د پاکستان دغه کار د افغان قالينو شهرت ته ډېر زيات زيان رسوي.))
په پېښور کې د افغان غاليو د اتحاديې غړي د افغانستان له دولت څخه ګيله وکړه چې څو ځله يې ترې غوښتي چې په افغانستان کې د غاليو اوبدلو شرايط او امکانات ورته برابر کړي څو دغه لرغونى صنعت بېرته افغانستان ته ولېږدوي خو تر اوسه يې چا غږ نه دى اورېدلی .
د ده په وينا، څو ځلې افغاني پلاوي راغلي او دلته يې د غاليو له اوبدونکو او سودا ګرو سره خبرې کړې خو د ستونزو په حل کې يې تر اوسه کوم ګام نه دی پورته کړی .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن