کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٤): ولسمشر غني په ملکي برخه کې د کدرونو په مقرريو کې د معيارونو پر پلي کېدو ټينګار کړى او ويلي يې دي چې هېڅوک د امنيتي سکتور په چارو او مقرريو کې د لاسوهنې حق نه لري.
د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن سهار په ارګ کې د ملي توحيد له مرکز څخه د ويډيو کنفرانس له لارې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمدشريف يفتلي سره د جنوب ختيځ زون د امنيتي وضعيت په اړه خبرې وکړې.
سرچينه ليکي چې په دغه وېډيو کنفرانس کې د پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر، غزني، ميدان وردګو او باميان ولايتونو واليانو هم د خپلو اړوندو ولايتونو د حکومتولۍ او امنيتي وضعيت په اړه ولسمشر ته خپل راپورونه او معلومات وړاندې کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د راپورونو او معلوماتو له اورېدلو وروسته د سيمه ييزو ارګانونو ادارې عمومي رييس ته لارښوونه وکړه چې په ملکي برخه کې د کدرونو په مقرريو کې د روڼتيا په موخه دې معيارونه پلي کړي.
سرچينې د جزئياتو له ورکولو پرته ليکلي: "محمداشرف غني وويل، هېڅوک د امنيتي سکتور په چارو او مقرريو کې د مداخلې حق نه لري."
دا په داسې حال کې ده چې نن د مشرانو جرګې يو شمېر غړو په مقرريو کې د سياسي، قومي، ګوندي او سمتي اړيکو له پاللو شکايت کاوه او غوښتنه يې کوله چې حکومت د دغه کار مخه ونيسي.
ولسمشر په ياد ويډيو کنفرانس کې ويلي چې امنيتي او دفاعي ځواکونه به د هېواد او هېوادوالو د دفاع په خاطرپه پوره مېړانه او زړورتيا د افغانستان د خلکو د دښمنانو ټول بريدونه او پلانونه شنډ کړي.
غني، په جنوب ختيځ زون کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې سيمه ييز پوليس او د دوی فعاليتونه ګټور بللي او واليانو ته يې لارښوونه کړې چې د ملي اردو او ملي پوليسو د لا پياوړتيا په موخه د جلب او جذب پروسې ته اساسي پاملرنه وشي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه ويډيو کنفرانس کې د امنيتي سکتور وزيرانو، د ملي امنيت لوی رييس، د سيمه ييزو ارګانونو ادارې عمومي رييس، د چارو ادارې لوی رييس، په سياسي چارو کې د جمهور رييس ځانګړي استازي، د ملي امنيت شورا د دفتر مرستيالانو او ځانګړي پوځي سلاکار هم حضور درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن