ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال: د اچين بېځايه شوي لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري

ولسوال: د اچين بېځايه شوي لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري

author avatar
11 Oct 2015 - 11:21
ولسوال: د اچين بېځايه شوي لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري
author avatar
11 Oct 2015 - 11:21

جلال اباد (پژواک، ۱۹ تله ۹۴): چارواکي وايي چې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ جګړه ځپلو کورنيو ته يې د لومړنيو توکو مرستې ورسولې، خو سيمه ييزه اداره د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

د ننګرهار والي او د ولايتي ادارې پلاوي چې د ولايتي شورا غړي هم ورسره مل وو، پرون اچين ولسوالۍ ته په سفر کې يوه اندازه مرستې سيمه ته يوړې او پر اړمنو کورنيو يې د وېشلو سپارښتنه وکړه.

په دې مرستو کې اوړه، غوړي، لوبيا، دال، بوره، چای او ورته نور خوراکي توکي شامل دي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په اچين کې له امنيتي پوستو د ليدنې پر مهال له حکومتي سرتېرو سره په خبرو کې د بيا ځل لپاره ټينګار وکړ چې داعش وسله وال به لا وځپل شي.

د ننګرهار  والي په دغه سفر کې د ولايتي شورا د رييس احمدعلي حضرت په ګډون د بېلابېلو ادارو ملکي او پوځي چارواکو ملتيا کوله.

کندوزي او ورسره پلاوي وروسته د ولسوالۍ په مقام کې له ځايي خلکو سره په غونډه کې د سيمه ييزې حکومتولۍ پر ښه والي خبرې کړې وې، سيمې ته د خبريالانو په رسېدو سره دا غونډه پای ته رسېدلې ده.

د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، والي د پوهنې، عامې ورغتيا، کليو پراختيا رييسانو ته لارښوونه وکړه چې په ياده سيمه کې په خپلو برخو کې د پام وړ خدمات ترسره کړي.

مجاهد وايي، والي ډاډ ورکړ چې په ياده ولسوالۍ کې به له بې ځايه شوو خلکو سره لازمې مرستې وکړي او يو اندازه مرستې يې هم راوړې چې پر اړمنو به ووېشل شي.

ولسوال وايي: ((د اچين له بېلابېلو سيمو د ولسوالۍ شاوخوا سيمو تر ۸۰۰ پورې کورنۍ کډې شوې، والي صېب يو مازدا موټر خوراکي او لومړني توکي ورته رالېږي. خو دا توکي بسنه نه کوي دوی لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.))

ولسوال زياتوي: ((دا بې ځايه شوې کورنۍ په ډېر بد حالت کې دي، د ننګرهار والي ژمنه کړې چې نورې مرستې هم رالېږي خو موږ له مرکزي حکومته غواړو چې دا مرستې نورې هم ډېرې کړي.))

د اچين د عبدالخېلو سيمې اوسېدونکي حرکت خان د ولسوالۍ په مقام کې پژواک ته وويل، چې تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې خو اوس ورته د ولسوالۍ مقام د مرستو د ورکړې ژمنه کړې ده.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د ولسوالۍ خوا ته راکډه شوي وو، هر ډول مرستو ته اړتيا لرو؛ ځکه د ژوندانه ټول وسايل مو په کلي کې رانه پاتې دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.