ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د يوې مدرسې ٤٥ زده کوونکي مسموم شوي

پروان کې د يوې مدرسې ٤٥ زده کوونکي مسموم شوي

author avatar
11 Oct 2015 - 12:00
پروان کې د يوې مدرسې ٤٥ زده کوونکي مسموم شوي
author avatar
11 Oct 2015 - 12:00

کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٤): د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د ابوذر غفاري د ديني مدرسې ٤٥ زده کوونکي مسموم شوي دي.

د دې مدرسې امر قاري عبدالرشيد پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کسان وروسته له هغه مسموم شول چې تېره ورځ غرمه يې د مدرسې په پخلنځي کې پخه شوې لوبيا وخوړه.

د هغه د معلوماتو له مخې، مسموم شوي کسان چې له لسو تر ٣٥ کلونو عمرونه لري، د ولايت په مرکز چاريکارو کې ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ده دغه عمل د ديني مدرسو لپاره د خطر زنګ وباله او له اړوندو دولتي ارګانونو يې وغوښتل چې دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي.

د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکتر عبدالقاسم سنګين چې نن سهار نږدې نهه بجې يې له پژواک سره خبرې کولې ، وويل چې ياد ٤٥ په روغتون کې بستر دي.

ده وويل چې له يادو کسانو څخه د لسو تنو روغتيايي حالت يو څه ښه نه دى، خو د اندېښنې وړ هم نه دى او د درملنې لپاره يې هڅې روانې دي.

تېر کال د کب په مياشت کې هم د دې مدرسې ٤٨ تنه زده کوونکي د ډوډۍ تر خوړو وروسته مسموم شوي وو او د ټولو درملنه وشوه.

دغه مدرسه چې له لومړي تر ١٢ ټولګي په کې زده کړې کېږي، د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعاليت لري او ١٦٠٠ تنه په کې په زده کړو بوخت دي.

په دې مدرسه کې د نورو ديني زده کړو تر څنګ د قران کريم حفظ هم کېږي.

تر دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په ښوونځيو کې نجونې هم مسمومې شوي دي، خو دغه پېښې تلفات نه لري.

هيچا د زده کوونکو د مسموم کېدو مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.