ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د کندوز ځينې بېځايه شوې کورنۍ سرپناه ته په تمه دي

کابل کې د کندوز ځينې بېځايه شوې کورنۍ سرپناه ته په تمه دي

author avatar
11 Oct 2015 - 20:25
کابل کې د کندوز ځينې بېځايه شوې کورنۍ سرپناه ته په تمه دي
author avatar
11 Oct 2015 - 20:25

کابل (پژواک ١٩ تله ٩٤): د کندوز له جګړې يو شمېر بېځايه شوې کورنۍ چې په دې وروستيو کې يې کابل ته پناه راوړې، د يوې ونې تر سيوري لاندې غونډ شوي او د سرپناه او خوراکي توکو د مرستې غوښتنه کوي.

دغه پنځه کورنۍ، چې شمېر يې ٢٠ کسانو ته رسېږي او په کندوز ښار کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوې، د خيرخانې د لومړۍ حصې په پارک کې انتظار باسي، څو څوک ور سره مرسته وکړي او دوى ته په يوه پټ ځاى کې پناه ورکړي.

دغه کورنۍ چې د يوه بل خپلوان هم دي او پرون کابل ته راکډه شوې، وايي چې کورونه يې د کندوز ښار د جګړې له امله په ايرو بدل شوي او ټول شته يې له لاسه ورکړي او کابل ته په دې هيله راغلي، څو کم تر کمه ژوندي پاتې شي.

فوزيه چې د دغو کورنيو له ډلې يې د يوې سرپرستي په غاړه لري، په داسې حال کې چې ونې ته يې تکيه کړې وه او له ډېرې ستړيا يې په ډېرې سختۍ سره ساه اخيسته او خپلې خولې يې د ټيکري په څوکو پاکولې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې زامن او دوه لورګانې لري، چې يواځې يې يو زوى يې د کور نفقه راوړي او مېړه يې له پښو غورځېدلى دى.

يادې ٥٨ کلنې مېرمن، چې په خاورو کې يې پلتۍ وهلې وې، زياته کړه چې کابل ته د راتلو پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي او شپه يې تر شنه اسمان لاندې له خپلې کورنۍ سره تېره کړې ده.

هغه زياته کړه، د راکټ او هاوان له مرميو څخه خداى ژغورلي او کله يې چې د کور دروازه د چاودنې له امله ويجاړه شوه او هره شېبه له مرګ سره مخامخ و، دې ته اړ شول چې د کندوز ښار د خان اباد بندر شفتالو باغ سيمه پرېږدي.

يادې مور چې د مرکې له پيل راهيسې يې ستونى ډک-ډک کېده، په ژړا سره وويل: "مېړه مې چې له پښو غورځېدلى او سپين ږيرى دى، په کور کې پاتې شو، خداى پوهېږي چې څوک به ورسره مرسته وکړي او که به هلته مړ شي؟ هغه په نيم ځان سره څو ځلې پورته شو او امر يې راته وکړ، چې خپل بچيان له مرګ وژغوري او له سيمې وتښتي."

يادې جګړه ځپلې مور چې په ډېرې سختۍ سره يې خبرې کولې او غوښتل يې چې د خپلو خبرو په ترڅ کې د جنګ صحنې تمثيل کړي، زياته کړه: "په هر قدم کې يو مړى پروت و، يا طالب و، يا عام وګړى، که سر مې د لحد په تيګه هم ولګېږي، نو له ياده به مې لاړ نه شي، په خداى قسم که ډاکټر ته مراجعه ونه کړم، نو لېونۍ به شم."

هغې زياته کړه، ټول شته يې پرېښي او په يوه ٣٠٢ ډوله موټر کې کابل ته راغلي، کندوز کې چې کومو کسانو د خپلو کورونو ساتنه کوله، ويل يې  چې کابل ته لاړ شئ، هرو مرو به يو څوک در سره مرسته وکړي او سرپناه درکول کېږي.

فوزيې چې په ډېرې ستړيا سره چې خپلو ماشومانو ته يې کتل، زياته کړه: "له پرون راهيسې هېچا زموږ هېڅ پوښتنه نه ده کړې، له تاسو پرته چې که خداى وکړي، زموږ غږ حکومت ته ورسوئ، نور به څوک زموږ غږ واوري."

ياده عمر خوړلې مېرمن په دې باور ده، چې د خپلو کورونو د بيا ابادولو وس نه لري او دا د دولت دنده ده، چې له دوى سره مرسته وکړي.

هغې چې تر اوسه څرګنده نه وه، چې راتلونکې شپه به چېرته تېروي، وويل: "دولت دې موږ ته يو ځاى راکړي، څو له بې سرپناهۍ خلاص شو."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.