ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز پېښې د حقيقت موندنې پلاوى: تر هېڅ فشار او مصلحت لاندې به رانه شو

د کندوز پېښې د حقيقت موندنې پلاوى: تر هېڅ فشار او مصلحت لاندې به رانه شو

author avatar
12 Oct 2015 - 20:17
د کندوز پېښې د حقيقت موندنې پلاوى: تر هېڅ فشار او مصلحت لاندې به رانه شو
author avatar
12 Oct 2015 - 20:17

کابل (پژواک ٢٠ تله ٩٤): د کندوز پېښې د حقيقت موندنې کميسيون وايي، د دغه ولايت پېښه به په واقعي ډول څېړل کېږي او کميسيون به ځان د قضيې ژور اړخ ته رسوي او وروستۍ څېړنې يې بايد د حکومت د وروستيو اجرااتو پر بنسټ وي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي امنيت د پخواني مشر امرالله صالح او د پوهنې پخواني وزير فاروق وردګ په مشرۍ يو پنځه کسيز پلاوي ته پرون دنده سپارلې، څو د طالبانو لاسونو ته د کندوز ښار د لوېدو موضوع په هر اړخيز ډول وڅېړي او پايلې يې د لړم مياشتې تر اتمې نېټې پورې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

د دغه کميسيون مشر امرالله صالح د نن ورځې په خبري ناسته کې وويل، د حقيقت موندنې پلاوى په داسې حال کې چې ځان ملت او ولسمشر ته راپور ورکوونکى بولي، خو غيردولتي هويت او ازادانه واک لري او غړي يې د حکومت مامورين نه دي.

هغه زياته کړه، د پلاوي په واکونو کې راغلي چې په ټولو برخو کې دولتي چارواکي او مقامات اړ دي، چې پلاوي ته ځواب ورکړي او د کندوز پېښې په اړه اړين اسناد د پلاوي په واک کې ورکړي؛ خو که چېرې سيمه ييز چارواکي د تقلبي اسنادو په جوړولو لاس پورې کړي او يا کوم اسناد څېرې کړي، مجرم به ګڼل کېږي.

صالح وويل: "موږ لومړى ګواښ څېړو او دا چې په کندوز کې ګواښ څه و او دويم د وخت له پلوه دا پيدا کوو، چې د کندوز د بريد لومړۍ نښې نښانې څه وخت پيل شوې او د دغه ګواښ په اړه د سيمه ييز او مرکزي حکومت غبرګون څه و او اصلي نيمګړتياوې څه وې؟ موږ به ټول دا موضوعات په جدي ډول څېړو."

د حقيقت موندنې کميسيون مشر زياته کړه: "په لفاظيو او خبرو کولو سره نه شو کولى چې د ملت باور ترلاسه کړو، ملت غواړي چې په دې پوه شي چې د کندوز پېښې د هډوکو په مغزو کې څه و؟ څه تېر شوي او څوک يې مسوول دي او څوک بايد مجازات او يا مکافات شي؟"

هغه زياته کړه، دولت په ځانګړي ډول ولسمشر له ملت سره په کتبي ډول ژمنه کړې، چې د دغه کميسيون څېړنې به د دولت د وروستيو اجرااتو پر بنسټ تر سره شي.

فاروق وردګ هم وويل، چې دغه قضيه به په شايد او بايد ډول وڅېړل شي، څو د کندوز ښار د ماتې عوامل ترلاسه شي او قضيه به په ژوره توګه څېړي.

هغه زياته کړه: "موږ په بازاري او د کوڅې په اوازو پورې نه ګرځو، بلکې ځانونه د قضيې ژور ته رسوو او د ملي يووالي په روحيې سره يوې موخې ته ځان رسوو او زموږ بله موخه، په کندوز کې د يوه ځواب ويونکي، فعال او باثباته نظام رامنځ ته کول دي."

وردګ وويل، د حقيقت موندنې پلاوي پر وړاندې به يو شمېر ستونزې وي، خو غښتلې اراده لري چې له ستونزو سره به مبارزه کوي او حل لاره به ورته پيدا کوي او ځينې داسې کسان به هم وي، چې له مسووليت به تېښته کوي، خو له حقيقت موندونکي پلاوي نه شي تښتېدلى.

هغه زياته کړه: "زموږ اصلي دنده دا ده، څو پيدا کړو چې د کندوز پېښه توطيه وه که ناکامي او يا هم کېداى شي چې ناکامي وي او يا هم توطيه، خو دا پيدا کوو چې د دغې پېښې تر شا کوم عوامل پټ و."

د حقيقت موندنې کميسيون بل غړي فضل کريم ايماق وويل: "کندوز ته زموږ د سفر موخه، د پېښې د کورنيو او بهرنيو عواملو موندل دي او زموږ دنده د هغو کسانو پېژندل دي، چې د کندوز ښار په سقوط کې يې بې غوري کړې او بايد مجازات شي او کومو کسانو چې په مېړانه دفاع کړې، مکافات شي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.