ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکو د ننګرهار د ممکنه سقوط اوازې د دښمن تبليغات وبلل

چارواکو د ننګرهار د ممکنه سقوط اوازې د دښمن تبليغات وبلل

author avatar
12 Oct 2015 - 16:15
چارواکو د ننګرهار د ممکنه سقوط اوازې د دښمن تبليغات وبلل
author avatar
12 Oct 2015 - 16:15

جلال اباد(پژواک،۲۰تله ۹۴): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې وسله والو په جګړې کې د ماتې په خوړلو سره اوس د دې ولايت د ممکنه سقوط اوازې خپرې کړي خو دا اوازې بې بنسټه دي.

په دې وروستيو کې داسې اوازې دي، چې ګنې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار به د کندوز ولايت د مرکز په څېر سقوط وکړي او بېرته به يې نيول ستونزمن وي.

دا ګونګسې تر هغه وروسته لا پسې ډېر شوې، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو د وسله والو پر ضد د ولسي پاڅون اعلان وکړ ځکه انګېرل کېدل چې په دې ولايت کې هم د ملېشو جوړولو پروسه روانه ده.

د ننګرهار د ملي امنيت رييس بريد جنرال داد محمد حريفي د تلې په ۲۰مه د قومي او سيمه ييزو جهادي مشرانو په غونډه کې په دې تړاو راپورونه " د دښمن تبليغات وبلل"

حريفي وويل: ((د دښمن هغه قوت چې په رسنيو او سيمه ييزو خلکو کې انعکاس کېږي هومره طاقت نه لري.ستاسو امنيت ملي د دښمن له اساسي قوت او پروګرامونو خبر دی.))

نوموړي د ننګرهار ولايت امنيتي وضعيت ښه ياد کړ او ډاډ يې ورکړ، چې د پلازمينې کابل په ګډون يې له ډېرو ولايتونو څخه امنيت خوندي دی.

بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي يادې غونډې ته وويل: ((دښمن يواځې ټوپک نه دی راخيستی بلکې تبليغات يې هم پيل کړي، اوازې خپروي چې ګوندې دا او هغه سيمه سقوط  کوي خو هېڅ خبره هم نشته.))

هغه له ننګرهاريانو غوښتنه وکړه، چې په دې تړاو ستراتيژي کې بايد تغيير راولي د ده په وينا د دښمن د دسيسو ښکار نه شي.

والي زياته کړه : (( زه او د امنيتي ادارو مشرانو ډېر کله د شپې ناوخته په ښار کې پر سيمه ييزو پوستو څار کوو، خلکو اوازه خپره کړې چې ګوندې دلته طالبان تالاشيو ته راوتلي خو چې موږ ګورو هېڅ هم نه وي، کله وايي ښار کې له کراچۍ چلوونکو سره وسلې دي موږ خو دا وسلې پيدا نه کړې. دا ټول د دښمن تبليغات دي.))

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد افغان جګړه د پرديو او دده په وينا د ګاونډي هېواد سيستماتيکه جګړه وبلله او يادونه يې وکړه: "يو عادي طالب په چنده او ذکات جګړه نه شي تنظيمولای."

هغه په دې وروستيو کې د ننګرهار د امنيت په تړاو خپرې شوې ګونګسې د دښمن اوازې وبللې او زياته يې کړه: ((اندېښنه مه کوئ ننګرهار به وي، ولسوالۍ به هم وي او ستاسو امنيتي سرتېري به يې په مېړانه ساتي.))

امنيه قوماندان په خپلو خبرو کې د امنيتي سرتېرو د وروستيو عملياتو او په کې د خپلو لاسته راوړنو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې د سيمې پر وضعيت او امنيت برلاسي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.