ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور ١٨٠ تنه نيول شوي

کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور ١٨٠ تنه نيول شوي

author avatar
12 Oct 2015 - 18:55
کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور ١٨٠ تنه نيول شوي
author avatar
12 Oct 2015 - 18:55

کابل (پژواک، ٢٠ تله ٩٤): د کابل امنيه قوماندانۍ ويلي، چې په وروستيو دوه اوونيو کې يې ١٨٢ کسان د غيرقانوني وسلو ساتلو او غلاو په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.

د کابل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي په يوه خبري ناسته کې وويل چې دغه کسان له سلو څخه د زياتو بېلابېلو پېښو په ترڅ کې نيول شوي دي.

هغه وويل: " له يادو کسانو څخه يې شپږ کسان د غيرقانوني وسلو د لېږد، ٨ کسان د قتل د شپږو قضيو په تور، ٤٧ کسان د غلاو د ٣٦ پېښو، ١٤ کسان د وسايطو او له کورونو څخه د غلا په تور، ١١ کسان د کيسه برۍ، شپږ کسان د خلکو د ټپي کولو په تړاو، ٣٢ کسان د اخلاقي جرمونو په تړاو او اووه کسان د لويو لارو د غلا په تور نيول شوي دي."

رحيمي زياته کړه: " يوه درې کسيزه ډله چې دوى شاوخوا دوه نيم کاله د وسلې په زور له خلکو پيسې اخيستې، وسايط يې پټول او ان دوه کسان يې په خپل موټر کې وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي و؛ نيولې ده او دغه کسان له د لويو لارو له وهلو او وسلوالو غلاو پرته د ٢٩ موټرونو په غلا کولو هم اعتراف کړى دى."

د کابل امنيه قوماندان ورته مهال د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو له ٣٠ پلورونکو هم خبر ورکړ او ويې ويل، چې د چرسو، ترياکو، الکولي مشروباتو لسګونه بوتلونو او هيرويينو په ګډون ٧٨ کيلوګرامه نشه يي توکي، له يادو کسانو تر لاسه شوي دي.

ياد امنيتي مسوول څرګنده کړه چې د يادو کسانو له ډلې يې د يو شمېر تورنو دوسيې، عدلي بنسټونو ته سپارلې او د پاتې نورو دوسيې به هم ډېر ژر له پړاونو تېرې شي.

د کابل امنيه قوماندان زياته کړه، چې لس کسان نور هم د کابل په بېلابېلو سيمو کې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي او له دوى درې ميله کلاشينکوف، اوه تومانچې، د وسايطو او کسانو ضد اوه کړۍ ماينونه، اوه مقناطيسي ماينونه، درې سرخلاصي بشکه يي ماينونه او بي ام يو اوه ډزه راکټونه چې په کابل ښار باندې د توغولو لپاره چمتو شوي و، کشف او ترلاسه شوي دي.

د عبدالرحمان رحيمي په وينا، پوليس په دې وروستيو کې د جرمونو کچې د راکمولو په موخه د کابل ښار په ټولو امنيتي حوزو او ولسواليو کې چاڼيز عمليات او ان د شپې له لوري د شکمنو کورونو د کور په کور تلاشۍ پيل کړې ده.

د پوليسو ياد چارواکي وويل چې دغه تدابير له نورو امنيتي ځواکونو سره په همکارۍ تر سره کېږي او پر بنسټ به يې امنيتي ځواکونه د خلکو د تګ راتګ ټولې برخې تر څار لاندې نيسي.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.