ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې ۱۸ طالبان وژل شوي

تخار کې ۱۸ طالبان وژل شوي

author avatar
13 Oct 2015 - 20:29
تخار کې ۱۸ طالبان وژل شوي
author avatar
13 Oct 2015 - 20:29

تالقان (پژواک ٢١ تله ٩٤): امنيتي چارواکي وايي، د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې په پيل شويو عملياتو کې ١٨ طالبان وژل شوي او اووه امنيتي ځواکونه ټپيان دي.

د ملي اردو د ضربتي لوا قوماندان بريدجنرال شعورګل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د خواجه غار ولسوالۍ د پاکولو په موخه يې، نن سهار چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د ده په خبره، د دغو عملیاتو په لړ کې چې له هوايي ملاتړه برخمن وو، یو شمېر سیمې يې له طالبانو څخه بېرته نیولې دي.

هغه زياته کړه، په دې عملياتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي، يو شمېر يې ژوبل دي او يو تن يې له خپلې وسلې سره نيول شوى او ۷ امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، وسله وال طالبان یې له خپلو اصلي مورچلونو څخه ۴کیلومټره په شا تمبولی او اوسمهال د یادې ولسوالۍ په روس بچه سیمه کې، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

دى وايي، وسله والو طالبانو خپل یو شمېر مړي او ټپیان د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ ته لېږدولي دي.

وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونیو، د تخار په خواجه غار، شکمش، درقد او ینګي کلا ولسوالیو یې هم ډله ییز برید وکړ او د ۱۲ ساعتونو لپاره یې د خواجه غار ښار په خپل کنټرول کې راوست، یو شمېر دولتي او د سیمه ییزو چارواکو ودانیو ته یې اور ورته کړ.

اوسمهال طالبان د خواجه غار ولسوالۍ په ډېره برخه واکمني لري.

خو وسله والو طالبانو بيا د يادې جګړې او مرګ ژوبلې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.