ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: سخت دريځۍ اسلامي نړۍ ته ژور ټپونه ورکړي

حامد کرزى: سخت دريځۍ اسلامي نړۍ ته ژور ټپونه ورکړي

author avatar
13 Oct 2015 - 14:49
حامد کرزى: سخت دريځۍ اسلامي نړۍ ته ژور ټپونه ورکړي
author avatar
13 Oct 2015 - 14:49

کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٤): پخوانى ولسمشر حامد کرزى وايي چې روانه ترهګري له دين او مذهب سره هېڅ تړاو نه لري.

په کابل کې د پخواني ولسمشر د مطبوعاتي دفتر غړي يوسف ساها د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حامد کرزي دغه څرګندونې پرون ماخوستن د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ ښار کې د (ترهګري او له ترهګرۍ سره د روانې مبارزې اغېزې پر اسلامي هېوادونو) تر عنوان لاندې يوه کنفرانس ته وکړې.

دغه کنفرانس د متحده عربي اماراتو د ستراتيژيکو مطالعاتو او څېړنو د مرکز له خوا په لاره اچول شوى و.

حامد کرزي دغه کنفرانس ته په خپله وينا کې د ياد مرکز او د اماراتو له حکومته مننه وکړه چې ده ته يې بلنه په کې ورکړې ده.

هغه زياته کړه چې د اماراتو حکومت له تېرو ١٤ کلونو راهيسې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې او د يوه مسلمان هېواد په توګه له افغانستان سره ښې اړيکې لري.

حامد کرزي په ځانګړې توګه په خوست ولايت کې د اماراتو له خوا د پوهنتون په جوړولو کې د دغه هېواد د مرستو يادونه وکړه.

پخواني ولسمشر په اسلامي نړۍ کې د روان تاوتريخوالي، جګړو او ترهګرۍ پېښو ته په اشارې سره وويل چې په اسلامي نړۍ کې له تېرو څو کلونو راهيسې بېلابېل ډول تجربې تکرار شوې دي.

هغه زياته کړې: ((د سخت دريځۍ نظريې خپرېدل اسلامي هېوادونو ته ژور ټپونه ورکړي دي، خو اسلام چې د سولې، تحمل او د تمدن دين دى، نن د ځينو غربيانو له لاسه د سخت دريځۍ او بې تحملۍ په نوم ناسم مشهور کړى شوى دى. ))

د نوموړي په وينا، نن سبا اسلامي نړۍ تر ټولو زيات ځپل شوې، حالات يې خراب دي او د ترهګرۍ په نوم ډېرې ناوړې کړنې د هغه چا له خوا ترسره کېږي چې د مسلمانۍ دعوې هم کوي.))

مخکني ولسمشر ويلي چې اسلام ژوند او کلتور ته ډېره پاملرنه کوي او د هنر، ادبياتو، ساينس، طب او نورو برخو کې يې ډېر پرمختګونه کړي دي.

کرزي زياته کړې: ((په افغانستان کې تېرې بدمرغۍ د بهرنيو يرغلونو، مداخلو، پردي نظرياتو او په دې سيمه کې د سخت دريځي د خپرولو له امله رامنځته شوې او په افغانستان کې يې د سولې او پرمختګ پر وړاندې ستونزې جوړې کړې او له منځه يې يووړل.))

د نوموړي په وينا، د شوروي اتحاد تر يرغل مخکې افغانستان يو سوله ييز، خپلواک، بردبار هېواد و، د پرمختګ پر يوه نورمال مسير روان و او د يوه ښه ژوند لپاره يې اقدامات په لاره اچولي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.