ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغيس سلګونه خلک له خپلو سيمو دفاع ته چمتو دي

د بادغيس سلګونه خلک له خپلو سيمو دفاع ته چمتو دي

author avatar
13 Oct 2015 - 15:51
د بادغيس سلګونه خلک له خپلو سيمو دفاع ته چمتو دي
author avatar
13 Oct 2015 - 15:51

قلعه نو (پژواک، ٢١ تله ۹۴):د بادغيس د دريو ولسواليو قومي مشرانو له ولايتي چارواکو سره د کتنې پر مهال وويل، په يادو ولسواليو کې سلګونه تنه چمتو دي چې له خپلو سيمو ساتنه وکړي.

د قادس، جوند او ابکمري ولسواليو دغو قومي مشرانو چې شمېر يې شاوخوا ٤٠ تنو ته رسېده، نن د بادغېس په مرکز قلعه نو کې د دې ولايت له سرپرست والي قمرالدين شکيب او يو شمېر نورو ولايتي چارواکو سره وکتل.

د قادس ولسوالۍ يوه قومي مشر محمدسرور وويل چې په دې ولسوالۍ کې ٢٥٠ تنو له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې له خپلو وسلو او امکاناتو په استفادې له خپلې سيمې ساتنه کوي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا مشر حاجي بهاءالدين قادسي د روان کال د وږي په ٢٥مه پژواک ته ويلي وو چې  د قادس د مرکز په ګډون د بويه، شش مني، لنګرشريف او قادس خوردک په کليو کې د خلکو په سلا د ۲۵۰ ځوانانو په ګډون يوه دفاعي ډله جوړه شوې چې په بېړنيو حالاتو کې له خپلو سيمو دفاع کوي.

 دغه راز محمدسرور وويل چې د دغه ولايت په جوند ولسوالۍ کې هم د سيمې د مخورو او ولايتي شورا په همغږۍ ورته دفاعي ډله جوړه شوې چې ٥٠٠ غړي لري.

د ابکمري ولسوالۍ قومي مشر عبدالحق وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم ٢٠٠ تنه "مجاهدين او ځوانان" چې وسلې هم لري چمتو دي چې له خپلې سيمې ساتنه وکړي.

 دا مهال د ابکمري ولسوالۍ ډېرې سيمې د دولت د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې دي.

يادو قومي مشرانو له چارواکو وغوښتل چې د اعاشې، اباطې او مهماتو په برخه کې د ولسي پاڅونوالو ملاتړ وکړي.

د هغوى په وينا، که اړتيا شي ياد ولسي پاڅونوال چمتو دي چې نورو سيمو ته هم د هېواد د دفاع لپاره ولاړ شي.

د بادغيس سرپرست والي قمرالدين شکېب وويل په دې شرط له يادو ولسي پاڅونوالو ملاتړ کوي چې دغه کسان قومي او نور تعصبونو ته لمن ونه وهي او مقصد يې يواځې د خپل هېواد او خلکو ساتنه وي.

دى وايي که دغه وسله وال بې نظمۍ او ستونزې رامنځته کړي، نو امنيتي ځواکونه مکلف دي چې مخه يې ونيسي.

 دا په داسې حال کې ده چې د چارو ځينې شنونکي، دا ډول جوړښتونه د هېواد په ګټه نه بولي او وايي چې که څوک له هېواد څخه دفاع کوي نو د ملي ځواکونو د ليکو په چوکاټ کې يې دې وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.