سرپل (پژواک ٢١ تله ٩٤): محمدظاهر وحدت، چې نن يې د سرپل د نوي والي په توګه خپله دنده پيل کړه، ژمنه يې وکړه چې د دولت او خلکو په ملاتړ سره به ريښتنى خدمت کوي، خو نه غواړي چې خلکو ته دروغجنې ژمنې ورکړي.
محمدظاهر وحدت نن د سيمه ييزو ارګانونوو د خپلواکې ادارې د مرستيال له لوري يو شمېر عالمانو، مخورو، ځوانانو او د سرپل ولايت د استازو په شتون کې د والي په توګه وپېژندل شو.
وحدت چې له دې وړاندې د بلخ ولايت د مرستيال والي په توګه يې دنده تر سره کوله، په دې وروستيو کې د ولسمشر له لوري د سرپل د والي په توګه ټاکل شوى دى.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسۍ مرستيال محمد نادر يما د پېژندنې په مراسمو کې وويل چې محمدظاهر وحدت د غوره حکومتوالۍ په ډګر کې يو با تجربه کس دى.
محمد ظاهر وحدت په دغو مراسمو کې وويل: " زه به ستاسو او مرکزي دولت په ملاتړ له تاسو سره يو ځاى په ټولو برخو کې هڅه وکړم او خلکو ته دروغجنې ژمنې نه ورکوم، خو د خپل توان تر کچې پورې به د سرپل خلکو ته خدمت وکړم."
په دغو مراسمو کې د دولتي ادارو مامورينو او چارواکو د سرپل له نوي والي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د سرپل د ولايتي شورا مشر محمد نور رحماني، له محمدظاهر وحدت وغوښتل چې د سرپل ولايت امنيتي وضعيت ته ډېر پام وکړي او د پروژو د پلې کولو په برخه کې سخته هڅه وکړي.
رحماني ډاډ ورکړ، چې د سرپل ولايت خلک به يې ترڅنګ ولاړ وي.
د سرپل ولايت، د هېواد له شمالي ولايتونو څخه دى چې د ملي يووالي حکومت له پيل راهيسې يې والي نه درلود او له تېرو څو مياشتو راهيسې د دغه ولايت د پخوالي سرپرست والي عبدالجبار حقبين له لوري اداره کېده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن