ګردېز (پژواک، ٢١ تله ٩٤): د پکتيا د ګمرک چارواکي وايي چې په دې اداره کې يې د فساد مخه نيولې او له امله يې د تېر کال په پرتله د دغه ګمرک عوايد نږدې دوه برابره لوړ شوي دي.
د پکتيا د ګمرک لوی مدير صديق الله احمدخېل د تلې په٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ په دې اداره کې يې تر ډېره د اداري فساد مخه نيولې ده.
هغه وايي چې تېر کال د تلې په مياشت کې د دغه ګمرک وايد ٣٤٧ ميليونه افغانۍ وو، خو سږ کال په همدې مياشت کې ٦٢٠ ميليونه افغانيو ته لوړ شوي دي.
هغه د ګمرک د عوايدو د لوړوالي په برخه کې د امنيتي ځواکونو د همکارۍ په اړه وويل: ((امنيتي ځواکونه له موږ سره د هغو موټرو په نيولو او کنټرول کې مرسته کوي چې په ناقانونه توګه له دې لارو څخه تېرېدل.))
د هغه په وينا، په پکتيکا ولايت کې نا امني هم د دې لامل شوه چې سوداګر خپل توکي د پکتيا له لارې انتقال کړي او دغه کار هم د ګمرک پر عوايدو رغنده اغېز کړى دى.
د ده په خبره، په ګمرک کې د ښه او شفاف سيستم د فعالېدو له مخې هم د دغه ولايت عوايد زيات شوي دي.
خو د پکتيا د سوداګرۍ خونې مشر نصير عالميار وايي که چېرې د ګردېز- ډنډپټان ولسوالۍ تر منځ لويه لاره ترانزيټ شي نو د پکتيا د ګمرک عوايد به له دې هم لوړ شي.
هغه زياته کړه: ((موږ څو څو ځلې په کابل کې اړوندو ادارو ته وړانديزونه کړي تر څو دغه لاره ترانزيټ کړي خو تر اوسه پورې چا مثبت ځواب نه دی راکړی.))
دی وايي، د ګردېز- ډنډپټان لويه لاره د تورخم په پرتله د کابل او کراچۍ تر منځ څو سوه کيلومتره لنډه ده، که دغه لار ترانزيټ شي نو ډېرى سوداګر به خپل مالونه له دې لارې راوړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن