ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز بېځايه شوي د لويو لارو د خونديتوب غوښتونکي دي

د کندوز بېځايه شوي د لويو لارو د خونديتوب غوښتونکي دي

author avatar
13 Oct 2015 - 15:15
د کندوز بېځايه شوي د لويو لارو د خونديتوب غوښتونکي دي
author avatar
13 Oct 2015 - 15:15

کندوز (پژواک، ٢١ تله ٩٤): سره له دې چې کندوز ښار د وسله والو مخالفينو له شتونه خلاص شوى، خو ګاونډيو ولايتونو ته بېځايه شوې کندوزۍ کورنۍ وايي چې د لويو لارو په اوږدو کې د طالبانو د شتون له امله بېرته خپلو کورونو ته نه شي ستنېداى.

دا کورنۍ زياتوي چې تخار-کندوز لويه لاره په ادم خان او چهارسري ساحه کې، شېرخان بندر ته غځېدلې لار په دښت ابدان او په کندوز- کابل لويه لاره کې علي اباد ته نږدې ساحه، چهار شنبه تپه، جرخشک او جلوگير له هغو سيمو دي چې طالبان په کې شتون لري.

د دوى په خبره، هغه وسايل چې له کابل، بلخ، بغلان، تخار او بدخشان نه کندوز ته ورځي، تلاشي کوي يې، پوځيان او دولتي مامورين له پېژندلو وروسته له ځان سره بيايي.

د شېرعلي په نامه يوه کس چې په کرولا موټر کې يې له خپلې کورنۍ سره له تخاره کندوز ته حرکت کړى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې يې موټرسايکل سپرو طالبانو په چهار سري سيمه کې موټر تم کړ او ورور يې له څه دليل پرته ورڅخه بوت.

هغه زياته کړه چې د ورور برخليک يې  تر اوسه نه دى معلوم  او په اړه يې معلومات نه لري، طالبان بايد ملکي خلک برمته نه کړي او بايد خوشي يې کړي.

دغه بې ځايه شوي زياته کړه چې طالبان ټول موټر دروي او په نوبت سره تلاشي کوي، دولت بايد ډېر ژر دا لويه لاره د طالبانو له شتونه پاکه کړي، څو کورنۍ په ارام زړه ښار ته راستنې شي.

کندوز ښار د تلې په شپږمه نېټه د طالبانو لاس ته ورغى او امنيتي ځواکونه د دوو اوونيو په ترڅ کې په تدريجي ډول وتوانېدل چې دا ښار بېرته له طالبان ونيسي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت شمېرې څرګندوي چې په ټوليزه توګه ٢٠ کورنۍ چې څه باندې سل زره کسان کېږي، له کندوز ښاره تخار، بدخشان، پنجشېر، سمنګان او کابل ولايتونو ته بې ځايه شوې  دي.

د احمد طارق په نامه يو بل کس چې له خپلې کورنۍ سره د بلخ ولايت له مرکز مزارشريف نه بېرته کندوز ته ستنېده، وويل چې طالبانو کندوز ته د غځېدلو لپاره په ځينو برخو کې د تلاشۍ پوستې جوړې کړې او مسافر وړونکي موټر تلاشي کوي.

د کندوز ښار د چوک يوه هټۍ وال رامين وويل چې له دوو اوونيو جګړې وروسته نن له خپل کوره راوتلى او خپله د پنجارې هټۍ يې پرانيستې ده.

هغه زياته کړه چې هټۍ يې يو څه زيان ليدلى، خو په دې اړه د خوښۍ احساس کوي چې د ښار وضعيت بېرته عادي شوى او خلک په عادي حالت تګ راتګ کوي.

دغه هټۍ وال زياته کړه چې د خوراکي توکو بيې هم د تېر په پرتله او د هرې ورځې په تېرېدو عادي حالت ته راځي او په دې برخه کې هټۍ لرونکي هم بايد له انصاف او ترحم نه کار واخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.