کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٤): د افغانستان د درمليزو خدمتونو ټولنې په داسې حال کې د کندوز له حوزوي روغتون سره پنځه ټنه درمل مرسته وکړه چې په وروستيو دوو اوونيو کې ٩٠ مړي او زر ټپيان د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
طالبانو د تلې په شپږمه کندوز ښار ونيو؛ خو امنيتي ځواکونو په تدريجي ډول طالبان له ښار څخه و ايستل او اوس اوضاع يو څه عادي شوې ده.
پنځه ټنه ياد درمل نن په کابل کې د عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شول.
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فېروز د درملو سپارلو په مراسمو کې وويل چې په يادو درملو کې ٤٥٠ قلمه بېلابېل درمل شامل دي چې ټولټال ارزښت يې څه باندې ٤٠زره امريکايي ډالرو ته رسېږي.
د هغه په وينا، سره له دې چې د کندوز روغتيايي مرکزونه د درملو او روغتيايي کارکوونکو له کمښت سره مخ نه دي؛ خو د عامې روغتيا وزارت نن دا درمل کندوز ته لېږي.
د هغه په وينا، د کندوز نا امنيو او جګړو له پيل څخه، د بلخ والي هم لسګونه ټنه درمل هغه ولايت ته لېږلي دي او له کابل څخه هم روغتيايي ډلې د ټپيانو درملنې لپاره کندوز ته استول شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت وويل چې په کندوز کې د مړو او ټپيانو کره شمېرې تر اوسه څرګندې نه دي؛ خو شاوخوا ٩٠ مړي او زر ټپيان چې ډېرى يې ملکي کسان دي، د کندوز په روغتونونو او روغتيايي مرکزونو کې ثبت شوي دي.
هغه زياته کړه چې د دولت وسله وال مخالفين او امنيتي ځواکونه هم په ټپيانو کې شامل دي.
د هغه په وينا، ډېرى ټپيان تداوي شوي دي او يو شمېر نور يې لا هم په روغتيايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
د عامې روغتيا وزير يادونه وکړه چې دغه وزارت هڅه کوي څو د کندوز په جګړو کې د وژل شوو او ټپيانو کره شمېره ترلاسه او له رسنيو سره يې شريکه کړي.
د هغه په وينا، دا مهال د کندوز يو شمېر ښاريان د نا امنيو له امله په رواني ستونزو او موسمي ناروغيو لکه نس ناستي (اسهال) او سينه بغل اخته شوي چې ياد درمل د هغوى درملنې لپاره اغېزمن دي.
د افغانستان د درمليزو خدمتونو ټولنې مشر عبدالخالق ځاځي د درملو سپارلو په مراسمو کې وويل: "کندوز زموږ کور دى، کندوز خلک پر موږ حق لري او موږ د خپلو هېوادوالو ستونزه احساسوو له خپل وس سره سم مو دا درمل راغونډ کړي دي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن