مزارشريف (پژواک، ٢١ تله ٩٤): د شمال زون وروستيو نا امنيو پر سوداګريزو چارو ژور منفي اغېز کړی او د بلخ په حيرتان بندر کې د وارداتو کچه۶۰سلنه کمه شوې ده.
په مزارشريف کې د حيرتان بندر سوداګر وايي چې له تېرو دوو - دريو مياشتو د شمال ناامنۍ له امله د دغه بندر وارداتي چارې خورا کمې شوې دي.
په حيرتان کې د اريا ټرېډينګ په نوم د سوداګريز شرکت اداري مسوول محمد قسيم د تلې په ٢١مه پژواک ته وويل چې اوس سوداګر يوازې دومره سوداګريز توکي واردوي چې په ورځني ډول وپلورل شي.
نوموړي زياته کړه چې پخوا به په حيرتان بندر کې د سوداګريزو توکو ذخيروي ګودامونه د سوداګرو له مالونو ډک وو؛ خو اوس ډېری تش پراته دي.
د هغه په وينا، سوداګر د شمال حالت اندېښمن کړي؛ د ډېرو سوداګريزو توکو د راوړلو لپاره زړه نه شي ښه کولی.
محمد قسيم وويل چې دوی د ګول سيخونو او نورو ساختماني توکو واردات کول چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې چارې نږدې ۹۰ سلنه کمې شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې دوی په عادي توګه د مياشتې لس واګونه ساختماني توکي د حيرتان بندر له لارې واردات درلودل؛ خو له تېرو دوو دريو مياشتو دغه کچه کمه شوې ده.
د هغه په وينا، اوس زيات نه زيات هره مياشت يو واګون ساختماني توکي واردولی شي.
د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو مسوولين وايي چې د شمال وروستيو حالاتو يوازې حيرتان بندر نه، بلکې په ټول هېواد کې سوداګريزې چارې ټکنۍ کړې دي.
د دغه ولايت د سوداګريزو خونو مرستيال ارش يونسي پژواک ته وويل چې سوداګر اندېښمن دي او د ډېرې پانګونې لا هم د حالاتو سمون ته په تمه دي.
نوموړي زياته کړه چې د دوی د معلوماتو له مخې له حيرتان بندره يوازې د خوراکي توکو ورادات ښه ترسره کېږي؛ نور واردات نږدې ۶۰سلنه کم شوي دي.
د هغه په وينا، په وروستۍ مياشت کې په شمال ختيځ کې د کندوز پېښې او په شمال کې د فارياب او سرپل ولايتونو نا امنيو د سوداګرو اندېښنې زياتې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن