ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوسفي: پاکستان دې خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي

يوسفي: پاکستان دې خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي

author avatar
13 Oct 2015 - 11:21
يوسفي: پاکستان دې خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي
author avatar
13 Oct 2015 - 11:21

کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٤): د پاکستان دولت بايد د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې خپلو ژمنو او څرګندونو ته د عمل جامه ور واغوندي.

دغه څرګندونې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مستشار سيد عبدالناصر يوسفي د افغان ژورنالېستانو له يوه پلاوي سره د ليدنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې د اسلام مبارک دين هم پر ښه ګاونډيتوب ټينګار کړى او دوى غواړي چې له پاکستان سره د يوه ګاونډي په توګه ښې اړيکې ولري.

خو يوسفي وويل، پاکستان هغه څه چې وايي بايد يواځې په خوله نه وي، بلکې عملي او صادقانه وي.

نوموړي ومنله چې له پاکستان سره په ځينو برخو کې ستونزې لري او کابل له اسلام اباد سره د دې ستونزو د هواري لپاره په اړيکو کې دى.

د افغانستان د سفارت مستشار وويل  چې د پاکستان له خوا په تازه مېوو او نورو افغان توکو د ټکس د زياتوالي موضوع يې د دغه هېواد له اړوندو چارواکو سره شريکه کړې ده.

يوسفي په فرهنګي، سوداګريزو او ترانسپورټي چارو کې له پاکستان سره راشه درشه مهمه وبلله او زياته يې کړه چې له دې لارې د دواړو هېوادونو اړيکې ښې کېداى شي.

هغه د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړيکو په ښه والي او د ذهنيتونو په جوړېدو کې د رسنيو او خبريالانو رول مهم او اساسي وباله.

نوموړي د سولې پروسې په اړه وويل چې تر اوسه ورته له کابل څخه د سولې د خبرو د بيا پيل په اړه کوم پيغام نه دى ورکړل شوى.

د افغان سفارت مستشار وايي، کله چې په دې برخه کې ورته هدايت وشي نو له هدايت سره سم به اړوند اقدامات ترسره کړي.

د يادونې ده، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د لومړي ځل لپاره د سولې خبرې اترې د روان لمريز کال د چنګاښ په ۱۶مه د پاکستان په منځګړيتوب، د چين او امريکا تر څارنې لاندې د اسلام باد په مري کې ترسره شوې.

ټاکل شوې وه چې يوه مياشت وروسته د خبرو دويم پړاو هم ترسره شي، خو د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړينې تر اعلان وروسته دا خبرې د طالبانو په غوښتنه وځنډېدې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.