کندهار ( پژواک، ٢١ تله ٩٤ ) : د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد په پايله کې يو پوليس وژل شوى او يوبل ټپي دى.
دغه پېښه د تلې په ٢١مه، تر غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو د يادې شوې ولسوالۍ په سور بغل سيمه کې شوې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، د پاخه عمر يوه کس چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي و، هغه مهال ځان ته چاودنه ورکړه چې د يوه پوليس له خوا تالاشي کېده.
هغه زياته کړه، دغه پلي ځانمرګي بريدګر غوښتل د پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وکړي، خو پوليس ورباندې شکمن شوي او هغه يې د تالاشۍ لپاره درولى و.
دى وايي، ځانمرګي د تالاشۍ پر مهال ځان ته چاودنه ورکړې چې د هغه د وژل کېدو تر څنګ په کې يو پوليس وژل شوى او بل ټپي دى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن