کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٤): د افغانستان کرکټ بورډ د کندوز د زيانمنو شوو د ملاتړ او له دوى سره د مرستې په موخه د کرکټ شل اوريزه سيالي په لاره اچوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو د څانګړي غړي عزيز غروال د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د يوې ملي ادارې په توګه له زيانمنو وګړو د ملاتړ په موخه ټولنيز رسالت او مسووليت لري.
د هغه په وينا، په همدې موخه د کرکټ بورډ اداره په پام کې لري تر څو د کندوز له زيانمنو شوو خلکو د ملاتړ په موخه د الکوزي- کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د الف او پرمختيايي لوبډلو تر منځ يوه شل اوريزه سيالي په لاره واچوي.
د غروال په وينا، له دې سيالۍ له ترلاسه شوو پيسو به د کندوز له زيانمنو وګړو سره مرسته وشي.
دى وايي، ټاکل شوې ده چې دغه سيالي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د تلې په ٢٣مه چې د اکتوبر له ١٥مې نېټې سره سمون خوري، ترسره شي.
د هغه په وينا، دا لوبه به له اريانا تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي چې اداره يې د يوې ملي ادارې په توګه خپل ټولنيز رسالت په ډاګه کوي او له دې سيالۍ څخه په لاسته راغلي عايد د کندوز له زيانمنو وګړو سره مرسته وشي.
اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزی هم وايي چې کرکټ په افغانستان کې د منل شوې لوبې په توګه په هره برخه کې اغېزمن ثابت شوی او دا دی اوس د کندوز له زيانمنو وګړو سره د مرستې لپاره د ملي لوبغاړو په مرسته د مرستې لپاره اقدام کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن