ښرنه (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.
د پکتيکا د ولايتي شورا مشر افسر خان سليمان خېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د يحيى خېلو ولسوالۍ د بازار په يوه دوکان کې چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې دوه ملکي کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
دغه راز د يحيى خېلو ولسوال موسى خان خروټي پژواک ته وويل چې دغه چاودنه د کمپيوټرونو په يوه هټۍ کې رامنځته شوې ده چې درې نورې هټې يې هم زيانمنې کړې دي.
هغه هم وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
ده وويل چې ټپيان د درملنې په موخه د مرکز ښرنې ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د يحيى خېلو ولسوالۍ يو اوسېدونکي نورمحمد پژواک ته وويل چې وژل شوي کسان د دې ولسوالۍ د زانکو سيمې اوسيدونکي دي.
د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل پژواک ته وويل چې د يادې پېښې د عاملينو د نيونې هڅې پيل شوې دي.
د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن