اسعداباد (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): د کونړ روغتيايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د ښځينه نرسانو پر ځاى نارينه نرسان دندې ترسره کوي.
دغه څرګندونې د کونړ روغتيايي چارواکو د تلې په ٢٢مه په دغه ولايت کې د قابله ګۍ او نرسنګ انسټيټيوټ د ارزونې په کلنۍ غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې په کونړ کې د بنسټیزو روغتیایي خدمتونو د څانګې مشر ډاکتر عبدالله روان وویل چې د دغه ولايت په لسو روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه نرسانو پر ځاى نارينه نرسان دندې ترسره کوي.
کونړ د مرکز اسعداباد په ګډون ١٥ ولسوالۍ لري.
روان دا هم وويل چې اوسمهال د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د قابلو د نه شتون له امله پاکستانۍ قابلې په روغتيايي مرکزونو کې دندې ترسره کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ له نارينه نرسانو او پاکستاني قابلو ژمنه اخيستې چې کله هم ښځينه نرسانې او قابله ګانې پيدا شوې نو دوى به له دندو ګوښه کېږي.))
خو د کونړ د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر عتیق الله شینواري وویل چې يواځې د کونړ په اتو ولسواليو کې ښځينه نرسانې او قابلې شتون نه لري.
نوموړي زیاته کړه: ((کونړ یو غرنی ولایت دی، ډېر وګړي يې په غرنیو سیمو کې ژوند کوي او روغتیای مرکزونه په هغو سیمو کې دي چې د بلې سیمې نرسانې او قابله ګانې ورته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.))
د دغه انسټیټيوټ دوو زده کوونکو حميرا او شمیم د نورو په استازيتوب وويل: ((موږ به د کونړ په هره سیمه کې چې موږ ته د کار زمینه برابره شي، د دندې د اجرا کولو لپاره ولاړ شو.))
اوسمهال د کونړ د قابله ګۍ او نرسنګ په انسټيټيوټ شاوخوا شپېته نرسانې او قابلنې پر زده کړو بوخت دي چې تر فراغت وروسته به ياده تشه ډکه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن