ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د کابل- کندهار لارې تړل کېدو مسافر له ستونزو سره مخ کړي

غزني کې د کابل- کندهار لارې تړل کېدو مسافر له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
14 Oct 2015 - 15:16
غزني کې د کابل- کندهار لارې تړل کېدو مسافر له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
14 Oct 2015 - 15:16

غزني ښار (پژواک، ۲۲ تله ۹۴): په غزني ولايت کې وسله والو طالبانو د کابل- کندهار لويه لار د دريمې ورځې لپاره هم تړلې ده چې له امله يې ګڼ مسافر تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي.

شاوخوا درى ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د غزني ښار اړوند د شهباز او ناني په سيمو کې د کابل- کندهار لويه لار د مسافرو پر مخ وتړله.

د يادې لارې د تړل کېدو له امله يو شمېر کسانو لسګونه کيلومتره پلى مزل کړى او ځانونه يې خپلو کورونو ته رسولي خو ځيني نور بيا په همدې سيمه کې د لارې خلاصون ته په تمه دي.

 

د يادو مسافرو له ډلې شاه اغا پژواک خبري اژانس ته وويل: ((درى ورځې کېږي چې دلته لاره بنده ده، موږ شپې همدلته ويده کېږو، هوا هم ډېره يخه ده خو څه وکړو مجبوره يو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې له مسافرو سره خوراکي توکي خلاص شوي او په نږدې هټيو کې د يو قطي بيسکېټو بيه له شلو څخه سلو افغانيو ته لوړه شوې ده.

ده وويل چې په دې سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړې هم شوې چې له امله يې عامو خلکو، طالبانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

شاه اغا وايي چې طالبانو د لارې په اوږدو کې ماينونه هم ځاى پر ځاى کړي تر څو د خلکو د تګ راتګ مخه پرې ونيسي.

د محمدالله په نوم يو بل کس چې کندهار ولايت ته روان دى هم پژواک ته وويل: ((درى ورځې کېږي لاره بنده ده، سلګونه کسان دلته شپې تېروي.))

هغه وويل: ((ډېری مسافرین په اوله ورځ باندې بېرته کابل ته وګرځېدل او  هغه نور مسافرین کندها

ر ته، زموږ غټ موټران دي، مالونه مو بار کړي، نه شو کولای چې بېرته وګرځو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.