ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: کرنه د افغانستان د ثبات بنسټ دى

ولسمشر غني: کرنه د افغانستان د ثبات بنسټ دى

author avatar
14 Oct 2015 - 18:02
ولسمشر غني: کرنه د افغانستان د ثبات بنسټ دى
author avatar
14 Oct 2015 - 18:02

کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): ولسمشر اشرف غني د کرنيز او صنعتي نندارتون د پرانيستې پر مهال وويل: "دښمن غواړي چې زموږ ټول فکر د نا ارامۍ لور ته واړوي، خو موږ افغانستان ثبات ته رسوو او کرنه د افغانستان د ثبات بنسټ دى."

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، د پنځلسمې صنعتي او کرنيز نندارتون د پرانيستې او په کابل کې د کليو او بانډو د ښځو له نړيوالې ورځې څخه د نمانځنې په مراسمو کې وويل: "کرنه د افغانستان بنسټ دى، له پرمختللې کرنې پرته؛ يوه فعاله کرنه او داسې کرنه چې د خلکو ټولو اړتياوې پوره کړي، خونديتوب نه شي لرلى، دويم د خونديتوب تعريف، يوازې فزيکي خونديتوب نه دى، موږ بايد غذايي خونديتوب هم ولرو، له غذايي خونديتوب پرته نه شو کولى چې خپل کارونه تر سره کړو."

هغه د خبرو په دوام کې زياته کړه: "کله چې قول اردوګانو ته ځو، يو شى مې ډېر ځوروي، زموږ د ٦٠ تر ٧٠ سلنه عسکرو جګوالى له ما هم ټيټ دى، دليل يې څه دى؟، دا دى چې د ودې پر مهال ورته کافي غذا نه ده رسېدلې. نن زموږ ډېرى نجونې او هلکان کافي غذا ته لاسرسى نه لري."

هغه  وويل، دا د دولت مسووليت دى چې د خلکو لپار د اړينې غذا لاسرسي ته زمينه برابره کړي.

ولسمشر وويل چې افغانستان اوسمهال هر کال د درى ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت کرنيز او د مالدارۍ واردات لري.

هغه زياته کړه: "دا ډېره خطرناکه شمېره ده؛ ځکه موږ هره ورځ ډوډۍ خورو، له بهرنيو توليداتو يې خورو او په همدې اندازې پيسې زموږ له هېواده بهر کېږي."

نوموړي زياته کړه چې افغان حکومت د کرنې په برخه کې ځينو عناصرو لکه اوبو، ځمکې، اصلاح شوي تخم، د کار وسايل، کروندګر او کارګر، د ښځو رول او د کورنيو توليداتو د بازار موندنې لپاره کار کوي او بايد دغو مواردو ته پام وشي.

اوبه

غني وويل: "يوازې له لښتي څخه تر پټي پورې زموږ ٤٠ سلنه اوبه ضايع کېږي، زموږ يو سيند هم نه دى چې نن په بنسټيز ډول تنظيم شوى وي، د کاريزونو له لارې د اوبه خور پخوانۍ بڼه مو له لاسه ورکړې او کومه نوې تګلاره مو هم نه ده رامنځته کړې، خو ژمنه کوو چې راتلونکي څلورو کلونو کې به د افغانستان اوبه په بنسټيز ډول تنظيموو."

د هغه په وينا، د امريکا د پوهنتونونو تر ټولو لوى مشر ډاکتر قيومي افغانستان ته راغلى، څو د اوبو د تنظيم او برېښنا په برخه کې په بنسټيز ډول کار وکړي.

د هغه په وينا، ډاکتر قيومي چې يو افغان دى؛ ژمنه کړې چې په دغو برخو کې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د افغانستان ستونزې تر ډېره بريده حل شي.

غني ټولو اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې وړوکې، منځنۍ او لويې اوبه تنظيم کړي، ځکه د حکومت له پانګونې پرته د افغانستان اوبه نه شي انسجام کېدلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.