ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د کابل- کندهار لويه لار خلاصه شوه

غزني کې د کابل- کندهار لويه لار خلاصه شوه

author avatar
15 Oct 2015 - 10:58
غزني کې د کابل- کندهار لويه لار خلاصه شوه
author avatar
15 Oct 2015 - 10:58

غزني (پژواک، ۲۳ تله ۹۴): چارواکي وايي چې په غزني کې د کابل- کندهار لويه لار له دريو ورځو تړل کېدو وروسته بېرته د مسافرو او موټرو پر مخ خلاصه شوه.

د تېرې دوشنبي په ورځ د غزني اړوند د شهباز خان او نوغي په سيمو کې طالبانو د کابل- کندهار لویه لار د ترافيکو پر مخ وتړله او په دې سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې هم وشوې چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتي ده.

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو وسله وال طالبان پر شا وتمبول او پرون ماښام يې د کابل- کندهار لويه لار بېرته د مسافرو پر مخ خلاصه شوه.

احمدې وايي چې وسله والو طالبانو په تېرو دریو ورځو کې پر يو شمېر امنيتي پوستو هم بريدونه وکړل خو خپلې موخې ته ونه رسېدل.

هغه زياته کړه: ((وسله والو طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده، نږدې ۹۰ وسله وال وژل شوي او تر پنځوسو زیات ټپیان دي.))

د غزني د ملي امنیت مشر علي احمد مبارز پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو پلان درلود څو د غزني ښار ونيسي خو بريالي نه شول.

مبارز وايي: ((دا چې موږ يې له پلان نه خبر وو، تیارې مو ورته درلوده هوايي ځواک راسره مل وو نو ځکه يې هېڅ ونه کړاى شول.))

هغه وايي چې په تېرو دريو ورځو کې په غزني کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې په وژل شوو کې يو شمېر پاکستانيان هم شامل دي.

د ده په وينا، په دغو بريدونو کې يواځې څلور پوليس ټپيان شوي دي.

په غزني کې د خاصې قطعې قوماندان محمد اسماعیل قریشي پژواک ته وويل چې د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ خلاصه ده.

خو نوموړی وايې: ((وسله والو طالبانو زیات شمېر پلچکونه له منځه وړي دي او د ماینونو امکان هم شته خو زموږ د ماین پاکۍ ډله به يې ډېر ژر شنډ کړي.))

هغه ادعا وکړه چې په تېرو ورځو کې د غزني شاوخوا دوه سوه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.