ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: شرم دى چې افغانستان د ٣ ميليارد ډالرو په ارزښت کرنيز واردات لري

ولسمشر: شرم دى چې افغانستان د ٣ ميليارد ډالرو په ارزښت کرنيز واردات لري

author avatar
15 Oct 2015 - 20:45
ولسمشر: شرم دى چې افغانستان د ٣ ميليارد ډالرو په ارزښت کرنيز واردات لري
author avatar
15 Oct 2015 - 20:45

کابل (پژواک ٢٣ تله ٩٤): ولسمشر غني د ځمکې او د ځمکې استملاک پر غوره مديريت او په هېواد کې د لويو ملي پروژو پر پلي کېدو د ټينګار ترڅنګ وويل، کوم کسان چې د پراختيايي پروژو د پرمختګ مخه نيسي، له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

ولسمشر اشرف غني، نن د "ځمکې ملي کنفرانس" تر سرليک لاندې په يوه غونډه کې، چې په کابل کې د استملاک قانون د مسودې په موخه جوړه شوې وه، خبرې وکړې.

غني په ياده ناسته کې د خپلې وينا په پيل کې وويل: "زموږ خلک په نظام باور لري، له بې عدالتۍ، ابهام او بې ثباتۍ ستړي شوي، نو پر دې بنسټ به دا پوښتنه حتماً ورسره وي، په داسې يوه حالت کې چې د افغانستان امنيتي شرايط ستونزمن دي، ولسمشر ولې د يادې ناستې لپاره خپل دوه ساخته وخت ضايع کړ؟ ځکه موږ خداى پاک، د افغانستان خلک او اساسي قانون اړ باسي چې خپلو خلکو ته د افغانستان روښانه راتلونکى تصوير او خوندي کړو او نه دا چې زر، زور او فساد ته تسليم شو."

هغه وايي، حکومت د باثباته افغانستان لپاره کار کوي او دغې موخې ته د رسېدو لپاره يوه اساسي لاره، د ځمکې ښه مديريت او په هېواد کې شته سرچينې دي.

نوموړي وويل، د افغانستان د ځمکې ادارې د استملاک قانون مسودې چمتو کولو په ګډون ډېر کارونه تر سره کړي او پر همدې بنسټ، کابينې پرېکړه کړې چې د يادې ادارې واکونه او امکانات زيات شي.

غني د ځمکو د غوره مديريت په برخه کې د قانون پر عملي کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل، د قانون پلي کېدل د ډاډ او ثبات لامل کېږي.

هغه وويل چې د افغانستان ټول قضات د قانون په بدلون کې د ازادۍ بشپړ حق لري، ځکه له هغه پرته د قانون حاکميت نه ترلاسه کېږي.

هغه وويل: "نن د ځمکو د استملاک مسايلو کې، موږ د ټولنيزې سوکالۍ او شخصي ګټې تر منځ اړين تعادل نه دى ټينګ کړى...د خلکو سوکالي د قانون اصلي موخه ده، کوم حقوق او وجايب چې د اساسي قانون دويم فصل موږ ته راکړي، بايد په هر قانون کې مراعات شي او د حقوقو او وجايبو تر منځ تعادل په پام کې ونيول شي."

غني د بېلګې په توګه وويل، يوه ټولګټه پروژه کلونه کلونه د پنځوسو او يا سلو کسانو له لاسه ځنډېږي، د عامه وجدان په تله کې بايد د خلکو ګټې په پام کې ونيول شي او د مخنيويو دغه شمېر زموږ په هېواد کې ځاى نه لري.

ولسمشر وويل، اوسمهال په افغانستان کې ځمکه په يوې ستونزې بدله شوې، په داسې حال کې چې له هغې څخه بايد د يوې پانګې په توګه ګټه اخيستل شوې وى.

د هغه په وينا، اوسمهال روښانه معيار نشته چې له ځمکې بايد سمه ګټه واخيستل شي او شرم دى، چې افغانستان د درېيو ميلياردو ډالرو په ارزښت کرنيز واردات لري؛ دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اويا سلنه خلک کروندګر دي.

غني وويل، د افغانستان ٩٠ سلنه اوبه په دوديزه بڼه اداره کېږي او په هېواد کې د نشه يي توکو کښت يوه بله ستونزه ده، چې له ځمکې څخه د غوره ګټې اخيستو مخه يې نيولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.