کابل(پژواک، ٢٣ تله ٩٤): د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د ميرويس ميدان په ساحه کې د ماين چاودنې له امله درې ملکي وګړي ژوبل شول.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پژواک خبري اژانس ته ددې بريد پخلى وکړ.
مجاهد وويل چې دا پېښه نن له غرمې وړاندې ١١:١٥ بجې په يوه سراچه موټر پورې نښلول شوي چسپکي ماين د چادونې له امله رامنځته شوې ده.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند په دې پېښه کې د درېيو ملکي وګړو د سرسري ژوبلېدو پخلى وکړ.
سرچينه وويل چې پوليسو په دې اړه خپلې څېړنې پيل کړې، خو تر اوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نيولي.
د کابل ښار اوسېدونکى هارون چې په ميرويس ميدان کې د موبايل د ترميم هټۍ لري، وايي چې چاودنه پر سپين رنګه سراچه موټر شوې او ډېره سخته وه.
دې عينې شاهد پژواک ته وويل چې په پېښه کې د سراچې درې سپاره ژوبل شوي دي.
ددې چاودنې مسووليت، تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن