ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغاني سرې مياشتې ځانګړې اونۍ پيل شوه

د افغاني سرې مياشتې ځانګړې اونۍ پيل شوه

author avatar
16 Oct 2015 - 14:03
د افغاني سرې مياشتې ځانګړې اونۍ پيل شوه
author avatar
16 Oct 2015 - 14:03

کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٤): افغاني سرې مياشتې، د دې خيريه ټولنې د ځانګړې اونۍ د پيل په مراسمو کې په  خلكو غږ وکړ، چې په دې اونۍ کې له  بېوزلو د لاس نيوي په موخه مرستې وکړي.

د سرې مياشتې په ځانګړې اونۍ کې هر کال دغه ټولنه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د غونډو په جوړولو او د اعانې  ټکټونو د  وېشلو له لارې د بېوزلو د لاس نيوي په موخه مرستې راټولوي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشرې فاطمې ګيلاني نن په دې اړه په کابل کې جوړې شوې غونډه کې له خلکو وغوښتل چې له دې ټولنې سره مرستې وکړي.

د دې ټولنې کارکوونکي د ځانګړې اونۍ په اوږدو کې له  سودا ګرو، دولتي چارواکيو، هټۍ والو، نقليه وسايطو له چلوونکو او نورو خلکو  نغدې مرستې راټولوي.

ګېلاني وايي چې راټولې شوې مرستې به په هېواد کې پر اړو او زيانمنو کسانو ووېشي.

  افغاني سره مياشت د سره صليب او سرو مياشتو د نړيوال نهضت غړې خيريه ټولنه ده او له شاوخوا اتيا کلونو راهيسې له پېښو او جګړو ځپلو سره د مرستو په برخه کې فعاليت لري.

 فاطمې ګېلاني د هېواد په بېلابېلو برخو په تېره بيا کندوز کې د دې ټولنې کړنې يادې کړې او ويې ويل چې دې ټولنې د کندوز له ١٥٠٠ بېځايه شويو کورنيو سره د مرستو تر څنګ،  هلته د جګړې د قربانيانيو په لېږد کې هم  مرسته کړې ده.

د دې ټولنې په نننۍ غونډه کې د ولسمشر محمداشرف غني احمدزي پيغام هم ولوستل شو.

ولسمشر په خپل پيغام کې له ټولو خلکو غوښتي چې له دې ټولنې سره مرستې وکړي، ځکه چې له سرې مياشتې سره مرستې په اصل کې د هېواد له زيانمنو او  پېښو ځپلو خلکو سره مرسته او همکاري ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.