ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد اکرم د کابل والي وټاکل شو

حامد اکرم د کابل والي وټاکل شو

author avatar
17 Oct 2015 - 14:54
حامد اکرم د کابل والي وټاکل شو
author avatar
17 Oct 2015 - 14:54

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٤): د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړانديز او د ولسمشرۍ مقام د منظورۍ له مخې، حامد اکرم د کابل د نوي والي په توګه وټاکل شو.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې حامد اکرم لوړې زده کړې لري او  له غوره کاري تجربو او اړينې وړتيا څخه برخمن دى.

حامد اکرم، تر دې وړاندې د جمهوري رياست د تشريفاتو د مشر په توګه دنده ترسره کوله.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د کابل نوي والي ته په ورسپال شوو دندو کې د بريا غوښتنه وکړه او له سيمه ييزې ادارې او کابل ولايت اوسېدونکو څخه يې له هغه سره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دې ادارې د کابل له پخواني والي عبدالجبار تقوا او د والي مرستيال محبوب الله محبي چې له څو مياشتو راهيسې د سرپرست والي په توګه دنده ترسره کوله مننه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.